ads

ښه محصولات او سوړ بازار

زموږ هېواد يو كرنيز هېواد دى او ډېرى اړتياوې يې د كرنېزو محصولاتو له لارې پوره كېږي. د هېواد په ولايتونو كې ښځې تر نورو چارو زيات د وچو او تازه كرنيزو محصولاتو لكه سبو، مرچ، تور بانجان، روميانو او نورو په برابرولو كې وړتيا لري او محصولات زموږ هېواد يو كرنيز هېواد دى او […]

نویسنده: TKG
24 وری 1393
ښه محصولات او سوړ بازار

زموږ هېواد يو كرنيز هېواد دى او ډېرى اړتياوې يې د كرنېزو محصولاتو له لارې پوره كېږي. د هېواد په ولايتونو كې ښځې تر نورو چارو زيات د وچو او تازه كرنيزو محصولاتو لكه سبو، مرچ، تور بانجان، روميانو او نورو په برابرولو كې وړتيا لري او محصولات

زموږ هېواد يو كرنيز هېواد دى او ډېرى اړتياوې يې د كرنېزو محصولاتو له لارې پوره كېږي.

د هېواد په ولايتونو كې ښځې تر نورو چارو زيات د وچو او تازه كرنيزو محصولاتو لكه سبو، مرچ، تور بانجان، روميانو او نورو په برابرولو كې وړتيا لري او محصولات يې زيات مينه وال او اخيستونكي هم لري.

كه څه هم د كرنې په برخه كې ښځې د نارينه وو برابره ونډه لري، خو ډېر ځله يې دا ونډه پرته له كوم معاشه وي.

په تېرو وروستيو كلونو كې يو شمېر كليوالو ښځو ته د كرنيزو كوپراتيفونو په جوړولو سره هغوى ته د پيسو د موندلو يوه مثبته لاره پيدا شوې او كليوالې ښځې هم له خپلو نارينه وو سره اقتصادي مرستندويه دي.

سحر ناز هاشمي د پروان ولايت د كرنيزو خدمتونو د كوپراتيف مشره ده چې له نهو كلونو راپدېخواه كرنيز فعاليتونه لري.

هغه وايي، په هر كلي كې يو مركز چې ۲۵۰ ښځې يې غړيتوب لري، فعاليت كوي: (( په ټوليز ډول ۲۵۰۰ تنه ښځې د دې مركزونو غړيتوب لري.))

د هغې په وينا، ياد كوپراتيف د يو شمېر غړو په مالي لګښت جوړ شوى او هېڅ يوه بنسټ ورسره مرسته نه ده كړې: (( هر كله چې محصولات مو خرڅ شي، نو خپلو كار كوونكو ته پيسې وركوو.”

نوموړې د خپلو كرنيزو توليداتو په اړه وايي، د کرنیزو محصولاتو كرل او راټولول د ښځو په وسيله سرته رسېږي او د لمريزو سولرونو په وسيله وچېږي: (( توليدات مو ډېر ښه دي او منيه وال هم لري، خو د خرڅلاو بازار يې سوړ دى.))

سحر ناز زياتوي، له ۲۰۰۷ ميلادي كال راپدېخواه په نندارتونونو كې ګډون كوي او د همدې نندارتونونو له لارې د خپلو محصولاتو د خرڅلاو لپاره اخيستونكي پيدا كوي.

د هغې په خبره، په پروان ولايت كې ښځې زياتره د كرنيزو محصولاتو په برخه كې كار كوي او ترڅنګ يې د شاتو مچۍ هم روزي.

سحر ناز وايي، كرنيز مركز يې د محصولاتو د راټولولو او وچولو لپاره زياتو پرمختللو وسايلو ته اړتيا لري او كه څه هم د ښځو چارو رياست ورسره همكاري كوي، خو دا رياست هم هېڅ مالي توان نه لري.

د هغې په وينا، زياتره  كليوالې ښځې لږ سواد لري او تر نورو چارو زيات ورته د كرنيزو كوپراتيفونو جوړول ګټور وي، نو ځكه  له اړوندو چارواكو څخه دا هيله لري چې په دې كار كې ورسره مرستندويه واوسي او محصولاتو ته يې د خرڅلاو لارې چارې هم ولټوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA