ads

دولت شاه كې د ۱۷ كيلومتره سړك د جوړېدو چارې پيل شوې

د لغمان چارواکي وایي، په دولت شاه ولسوالۍ کې به د ۵۵ میلونه افغانیو په لګښت ۱۷ کیلو متره سړک جوړ شي. چارواکي وایي د دې سړک جوړېدو کار پرون پیل شو، چې د کار بشپړېدو سره به یې د دولسو کلیو استوګنو ته اسانتیاوې برابرې شي. د لغمان چارواکي وایي، په دولت شاه ولسوالۍ […]

نویسنده: TKG
24 وری 1393
دولت شاه كې د ۱۷ كيلومتره سړك د جوړېدو چارې پيل شوې

د لغمان چارواکي وایي، په دولت شاه ولسوالۍ کې به د ۵۵ میلونه افغانیو په لګښت ۱۷ کیلو متره سړک جوړ شي. چارواکي وایي د دې سړک جوړېدو کار پرون پیل شو، چې د کار بشپړېدو سره به یې د دولسو کلیو استوګنو ته اسانتیاوې برابرې شي.

د لغمان چارواکي وایي، په دولت شاه ولسوالۍ کې به د ۵۵ میلونه افغانیو په لګښت ۱۷ کیلو متره سړک جوړ شي.

چارواکي وایي د دې سړک جوړېدو کار پرون پیل شو، چې د کار بشپړېدو سره به یې د دولسو کلیو استوګنو ته اسانتیاوې برابرې شي.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک کلید ته وویل، چې د ۱۷ کیلو مترو په اوږدوالي او ۳ نیم متره پلنوالي دا سړک د دولت شاه ولسوالۍ څخه د فرشغان درې تر منګلپور پورې غځېږي.

ځواك زياته كړه، یاد سړک د نړیوال بانک په مالي لګښت د کلیو او پراختیا وزارت په چوکاټ کې جوړېږي.

ویاند ځواک وویل، چې په یاد سړک جغل اچول کېږي چې په اوږدو کې یې  د ۱۲ مترو په اوږدوالي یو پل، ۳ واشونه، ۸۷ پلچکونه او ۶۳۳ متره استنادي دېوال هم په پاخه او اساسي ډول جوړېږي.

هغه وویل چې د دې سړک له ګټو څخه به د دولت شاه ولسوالۍ  ۱۸ كلي او ۱۲۰۰ کورنۍ برخمنې او د جوړیدو کار به یې د یوه کال په موده کې بشپړ شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA