د وري د میاشتې د جمهوري رياست او ولایتي شوراګانو د ټاکنو بریالي ترسره کېدو دا وښوده چې افغانانو د هېواد په اوسنیو حساسو شرایطو کې په یوموټي توب نړیوالو ته خپله زړورتیا او د پرمختګ په لور د ګام ایښودو پیغام ورکړ.
د وري د میاشتې د جمهوري رياست او ولایتي شوراګانو د ټاکنو بریالي ترسره کېدو دا وښوده چې افغانانو د هېواد په اوسنیو حساسو شرایطو کې په یوموټي توب نړیوالو ته خپله زړورتیا او د پرمختګ په لور د ګام ایښودو پیغام ورکړ.
په دې ټاکنو کې نارینه او ښځینه، ځوانان او زاړه، د ملي او وطني احساس په درلودلو سره د رایو صندوقونو ته لاړل او خپلې رایې، یې د امن او سولې په فضا کې خپل د خوښې وړ کاندید ته ورکړې.
د دغو ټاکنو د امنیت خوندي ساتلو په خاطر د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت زرګونه کارکوونکي د هېواد په ګوټ ګوت کې په سړه هوا او تر باران لاندې د امنیت په تامین بوخت وو.
همدارنګه د دوی ترڅنګ د هېواد ټولو رسنیو په ډېره ښه او بریالۍ توګه وکولی شو چې دغه بهیر تر پوښښ لاندې راولي او شېبه په شېبه هېوادوالو او نړیوالو ته ترېنه خبر ورکړي.
په هغو بېلابېلو غونډو کې چې د مدني ټولنې د فعالانو لخوا نیول شوې وې، ګډونوالو يې د امنیتي ځواکونو سرښندنې او د ټاکنو د امنیت د خوندیتوب په چاره کې د افغان ځواکونو مېړانه وستایله او هغوی یې په یو شمېر سوغاتونو ونازول.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل چې امنیتي ځواکونه افغانان دي او د ټولو افغانانو خوندیتوب د دوی دنده ده.
د نوموړي په وینا، افغان ملي ځواکونو د افغانستان د هر وګړي له رایو څخه ساتنه وکړه او د ټاکنې او د حق له آزادۍ څخه یې ملاتړ وکړ.
د افغان امنیتي ځواکونو ترڅنګ د هغو خبریالانو ستاینه هم وشوه چې د ټاکنو په ورځ یې دغه بهیر ته خبري پوښښ ورکړی و. همدا شان پر یو شمېر خبریالانو او امنیتي ځواکونو د افغانستان ملي بیرغونه او د ګلو ګېډۍ هم ووېشل شوې.
د ټاکنو په ورځ د امنیتي ځواکونو ترڅنګ افغان خبریالانو هم د افغانستان له اساسي قانون سره سمې خپرونې وکړې او د هېواد خلک يې شېبه په شیبه د ټاکنو له بهیره خبرول.
په افغانستان کې د جمهوري رياست او ولایتي شوراګانو د ټاکنو په اړه چې د وري په شپاړسمه نېټه ترسره شوې، د افغان حکومت وسله والو مخالفینو د ګډوډلو ګڼ ګواښونه کړي وو.
افغانان چې له کلونو، کلونو یې د جګړو زهر څکلي، اوس دې حد ته رسېدلي چې خپله اراده په ډېر ښه ډول تمثیل کړي چې ډېره ښه بېلګه یې همدا د څو ورځو مخکې ټاکنې وې چې په پراخه کچه او د یو سیاسي فکر په شتون کې یې خپله رایه وکاروله.
له هغه وخته چې عامو خلکو یا ولس د نظام د بدلون او د واک د لېږد آوازه اورېدلې ده دولت او ورسره جوخت یو شمېر دولتي او نادولتي سازمانونو، مدني ټولنو، رسنیو او ټول عام ولس ترخپله حده په هره برخه کې کوښښونه کړي دي، ځینو یې د زعامت لپاره ملاتړ کړی، ځینو عامه پوهاوی کاوه او ځینو بیا تر لرې سیمو د خپلو رسنیو له لارې خلک له دې ملي پروسې خبرول، د كانديدانو طرحې یې ورته وړاندې کولې او د هغوی په اړوند یې هر اړخیز بحثونه په لاره واچول.
همدارنګه د هېواد امنیتي ځواکونو په خپل ټول قدرت او سرښندنې وښوده چې موږ کولای شو د خپل هېواد امنیت په ډېره ښه توګه سمبال کړو، زموږ ارادې پخې، ایمان مو قوي او د یو موټي هوسا او پرمختللي افغانستان لپاره د هېڅ قربانۍ نه درېغ نه کوو.
په دې سره افغان ولس په ټاکنو کې په ښه توګه او د توقع خلاف برخه واخیسته، رایه یې ورکړه او له خپلې رایې څخه یې پوره نظارت وکړ.
اوس د دې وخت رارسېدلی چې خلک یا ولس د خپلې رایې پایله په خپله وویني. ولس اوس د دې هیله لري چې تر کومه یې رایه ارزښتناکه شمېرل کېږي او ترکومه یې خپلې هیلې د پوره کېدو په حال کې دي.
اوس نو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو د اورېدو د کمېسیون دنده ده چې په پوره صداقت،
ایماندارۍ او رښتینولۍ د خلکو رایو ته ارزښت ورکړي، د هېچا له ګواښ څخه ونه وېرېږي، د هېچا په ګټه قضاوت ونه کړي او د ټولو ارزښتونو په پام کې نیولو سره د رایو پایلې اعلان او هغه کس چې د ولس د دومره ډېرو قربانیو او سالم رقابت په پایله کې ګټونکی دی، په ډاډه توګه ولس ته وروپېژني.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


