ټاكل شوې ده، چې د افغانستان د كركټ شل كسيزه لوبډله ډېر ژر د اسيا غوره ليګ سياليو ته د چمتووالي په هدف د تمرينونو لپاره پاكستان ته لاړه شي. د اسيا غوره ليګ په نوم دا پنځوس اوريزې سيالۍ د مې مياشتې په لومړۍ نېټه په ماليزيا كې پيلېږي، چې په كې افغانستان، عمان، هانګ کانګ، نيپال،
ټاكل شوې ده، چې د افغانستان د كركټ شل كسيزه لوبډله ډېر ژر د اسيا غوره ليګ سياليو ته د چمتووالي په هدف د تمرينونو لپاره پاكستان ته لاړه شي.
د اسيا غوره ليګ په نوم دا پنځوس اوريزې سيالۍ د مې مياشتې په لومړۍ نېټه په ماليزيا كې پيلېږي، چې په كې افغانستان، عمان، هانګ کانګ، نيپال، ماليزيا او د متحده عربي اماراتو ملي لوبډلې برخه اخلي.
د افغانستان د كركټ بورډ وياند فريد نن كليد ته وويل، چې دغه تمرينونه به په بېلا بېلو برخو كې د دوه اونيو لپاره وي او نوي روزونكي به هم په كې برخه واخلي.
بايد وويل شي، چې د افغانستان كركټ بورډ پخوانى پاکستانى کپتان عامر سهيل افغان لوبغاړو ته د اسيا غوره ليګ سياليو لپاره د چمتووالي په هدف د توپوهنې په برخه کې د لنډمهاله روزونکي په توګه په دنده ګومارلى دى.
كركټ پوهان وايي، د کرکټ ملي لوبغاړي د توپوهنې په برخه کې ډېرې ستونزې لري او هيله څرګندوي، چې د عامر سهيل تر روزنې وروسته به يو څه بدلون په کې راشي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


