ads

د ملا معتصم اغاجان د نظر بند كېدو خبر وركړل شو

د اماراتو د حكومت لخوا په دوبۍ كې د طالبانو د پخواني وزير ملا معتصم اغاجان د نظر بند كېدو خبر وركړل شو. يوې باوري سرچینې پژواک ته ویلي چې د متحده عربي اماراتو حکومت څو ورځې مخکې له ملا اغا جان څخه پرله پسې پوښتنې ګرویږنې او پلټنې هم کړې دي. د اماراتو د حكومت […]

نویسنده: TKG
22 وری 1393
د ملا معتصم اغاجان د نظر بند كېدو خبر وركړل شو

د اماراتو د حكومت لخوا په دوبۍ كې د طالبانو د پخواني وزير ملا معتصم اغاجان د نظر بند كېدو خبر وركړل شو. يوې باوري سرچینې پژواک ته ویلي چې د متحده عربي اماراتو حکومت څو ورځې مخکې له ملا اغا جان څخه پرله پسې پوښتنې ګرویږنې او پلټنې هم کړې دي.

د اماراتو د حكومت لخوا په دوبۍ كې د طالبانو د پخواني وزير ملا معتصم اغاجان د نظر بند كېدو خبر وركړل شو.

يوې باوري سرچینې پژواک ته ویلي چې د متحده عربي اماراتو حکومت څو ورځې مخکې له ملا اغا جان څخه پرله پسې پوښتنې ګرویږنې او پلټنې هم کړې دي.

دغې سرچینې زیاته کړه : ((ددې پلټنو بڼه دوستانه وه، اوس يې لکه چې په کور کې ساتلی دی لکه نظربند داسې دی))

د نوموړي په وینا، ددې امکان هم شته، چې تر پلټنو وروسته کیدای شي د اماراتو د حکومت لخوا کابل ته ډیپورټ شي.

بلخوا د (ایکسپریس ټریبون) په نامه یوې پاکستانۍ رسنۍ خبر ورکړی، چې ملا معتصم اغا جان په دوبۍ کې نادرکه شوی دی.

یادې رسنۍ د هغه د کورنۍ د غړو په حواله خبر ورکړی، چې له تیرې یوې اونۍ راهیسې یې له ملا اغا جان سره یې اړیکې نه دي نیولي.

په راپور کې راغلي چې د متحده عربي اماراتو امنیتي ځواکونو دهغه پر دفتر او کور بری کړی او هغه له یې ځانه سره وړی دی.

ملا اغاجان معتصم د وسله والو طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ماليې وزير و، د ٢٠١٠ کال پر مهال د پاکستان په کراچۍ ښار کې له يوه بريده روغ وتلى و  او تر هغې وروسته په ترکیه او دوبۍ کې میشت و.

دوه میاشتې مخکې په دوبۍ کې دیوې پراخې غونډې په ترڅ کې چې پکې د ‌طالبانو د واکمنۍ د مهال یو شمیر وزیرانو، سفیرانو او قوماندانانو ګډون کړی و، دسولې په پروسه کې دفعالې ونډې اخیستی پریکړه شوې وه. د افغانستان دسولې د عالي شورا پلاوی هم په دې غونډه کې ګډون کړی و.

ددې غونډې یوه ګډونوال ، د طالبانو پخوانی چارواکی مولوي عبدالرقیب پيښور ته د بیرته ستنیدو وروسته د نامعلومو وسلوالو لخوا ووژل شو.

مل معتصم اغا په داسې حال کې نظر بند شوی چې تیره میاشت هغه په یوه مرکه کې ویلي وو، چې خپلو موخو او هدفونو ته درسېدلو په موخه سياسي تحريک او هلې ځلې کول پيلول غواړي.

نوموړى وايي، چې ديوه سياسي ګوند د اعلان لپاره مناسب وخت ته انتظار باسي .

د ملا معتصم په وينا، ګڼ شمېر داسې طالبان چې نومونه يې د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه ويستل شوي  ، هغوى هم غواړي چې په سياسي پروسه کې ځان ورګډ کړي.

دا په داسې حال کې چې ولسمشر حامد کرزي څو ورځې مخکې د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره ټیلیفوني خبرې هم کړې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA