ads

بلوچستان کې چاودنې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د پاكستان د بلوچستان ايالت په سيوۍ سيمه كې پرون ماسپښين پر يوه اورګاډي د چاودنې له كبله لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د سيوۍ سيمې مرستيال کمېشنر سهيل الرحمن وايي، د «جعفر اېکسپرېس» په نوم اورګاډى له کوټې د پنجاب راولپينډۍ ښار ته روان وو، چې د سيوۍ د د پاكستان د […]

نویسنده: TKG
20 وری 1393
بلوچستان کې چاودنې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د پاكستان د بلوچستان ايالت په سيوۍ سيمه كې پرون ماسپښين پر يوه اورګاډي د چاودنې له كبله لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د سيوۍ سيمې مرستيال کمېشنر سهيل الرحمن وايي، د «جعفر اېکسپرېس» په نوم اورګاډى له کوټې د پنجاب راولپينډۍ ښار ته روان وو، چې د سيوۍ د

د پاكستان د بلوچستان ايالت په سيوۍ سيمه كې پرون ماسپښين پر يوه اورګاډي د چاودنې له كبله لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سيوۍ سيمې مرستيال کمېشنر سهيل الرحمن وايي، د «جعفر اېکسپرېس» په نوم اورګاډى له کوټې د پنجاب راولپينډۍ ښار ته روان وو، چې د سيوۍ د اورګاډو تمځاى ته په رسېدو سره د اورګاډي په يوه ډبه کې چاودنه وشوه.

د هغه په وينا، د چاودنې او اورلګېدو له كبله ۱۷ تنو خپل ژوند له لاسه وركړى او ۴۹ تنه ټپيان دي.

د پاکستان د اورګاډو مرکزي وزير خواجه سعد رفيق له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې دا چاودنه د ريموټ کنټرول په وسيله شوې او احتمال شته، چې يوې ښځې کړې وي.

د چاودنې مسووليت د يونايټېډ بلوچ آرمي په نوم د خپلواکي غوښتونکو بلوڅو يوه سازمان پرغاړه اخيستى او ويلي يې دي، دا بمي بريد يې په خضدار او تربت کې د پوځي عملياتو په غبرګون كې كړى دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA