ads

اسلام اباد کې چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د پاکستان په پايتخت اسلام اباد کې د يوې زورورې چاودنې له كبله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دا چاودنه نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې د اسلام اباد اېچ يوولس سكټور سيمه کې د سبزيو په منډيي کې شوې ده. د پاکستان په پايتخت اسلام اباد کې د يوې زورورې چاودنې له […]

نویسنده: TKG
20 وری 1393
اسلام اباد کې چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د پاکستان په پايتخت اسلام اباد کې د يوې زورورې چاودنې له كبله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دا چاودنه نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې د اسلام اباد اېچ يوولس سكټور سيمه کې د سبزيو په منډيي کې شوې ده.

د پاکستان په پايتخت اسلام اباد کې د يوې زورورې چاودنې له كبله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا چاودنه نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې د اسلام اباد اېچ يوولس سكټور سيمه کې د سبزيو په منډيي کې شوې ده.

پوليس وايي، په دې چاودنه كې ۱۹ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۴۰ تنه ټپيان دي، خو د پمز په نوم د يوه روغتون وياند ډاكټر جاوېد اكرم رسنيو ته ويلي، چې په دې پېښه كې ۲۳ تنه وژل شوي دي.

پوليسو ويلي، چاودېدونکي توکي د مېوو په يوه كارتن چې ځای پرځای شوي وو.

عيني شاهدان وايي، چاودنه د منډيي په منځ کې په داسې حال کې شوې، چې د خلکو ګڼه ګوڼه زياته وه.

دا چاودنه په داسې حال كې شوې، چې پاكستاني طالبانو له حكومت سره شوى يو مياشتنى اوربند د لسو نورو ورځو لپاره غځولى، چې سبا يې وروستۍ ورځ ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA