ads

بلوچستان كې ۳۰ بلوڅ وسله وال وژل شوي

د پاكستان په بلوچستان ايالت كې د ملېشه ځواكونو په عملياتو كې ۳۰ بلوڅ وسله وال وژل شوي دي. رپوټونه وايي، د دوشنبې په ورځ د کلات او خضدار ترمنځ په (پارود) نومې غرنۍ سيمه کې ملېشه ځواکونو د وسله والو پر ضد عمليات كړي، چې د وسله والو د پاكستان په بلوچستان ايالت كې […]

نویسنده: TKG
19 وری 1393
بلوچستان كې ۳۰ بلوڅ وسله وال وژل شوي

د پاكستان په بلوچستان ايالت كې د ملېشه ځواكونو په عملياتو كې ۳۰ بلوڅ وسله وال وژل شوي دي. رپوټونه وايي، د دوشنبې په ورځ د کلات او خضدار ترمنځ په (پارود) نومې غرنۍ سيمه کې ملېشه ځواکونو د وسله والو پر ضد عمليات كړي، چې د وسله والو

د پاكستان په بلوچستان ايالت كې د ملېشه ځواكونو په عملياتو كې ۳۰ بلوڅ وسله وال وژل شوي دي.

رپوټونه وايي، د دوشنبې په ورځ د کلات او خضدار ترمنځ په (پارود) نومې غرنۍ سيمه کې ملېشه ځواکونو د وسله والو پر ضد عمليات كړي، چې د وسله والو د لسو روزنيزو كمپونو د له منځه وړلو او دېرشو بلوڅ وسله والو د وژلو ادعا يې كړې ده.

د بلوچستان د کورنيو او قبايلو چارو ايالتي وزير مير سرفراز بګټي تېر مازديګر يوې خبري غونډې ته په وينا کې په دې اړه ويلي، دغه عمليات يې د هغو وسله والو پر ضد ترسره کړي، چې د مسافرو پر اورګاډو او امنيتي ځواکونو يې بريدونه کول.

د هغه په وينا، په دې عملياتو کې د ملېشه ځواکونو لس سرتېري هم ټپيان شوي دي.

د خپلواکي غوښتونکو بلوڅانو د وسله وال سازمان وياند رسنيو سره په خبرو کې ادعا کړې، چې د دوى كسانو څو تنه كومانډويي سرتېري وژلي او ملېشه ځواكونو د دوى د بريد په غبرګون كې پر عامو خلکو ډزې کړې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA