ads

افغان كركټ لوبـډله په پريميرليګ سياليو كې ګډون کوي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبـډله راتلونکې مياشت په ماليزيا کې د شپږو هېوادونو په ګډون په اسيايي پريميرليګ سياليو كې ګډون کوي. د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د کرکټ ملي لوبډله به د روان ميلادي کال د مې مىاشتې په لومړىو کې په دغو پنځوس اوريزو سىالىو کې، چې د د افغانستان د کرکټ […]

نویسنده: TKG
19 وری 1393

د افغانستان د کرکټ ملي لوبـډله راتلونکې مياشت په ماليزيا کې د شپږو هېوادونو په ګډون په اسيايي پريميرليګ سياليو كې ګډون کوي. د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د کرکټ ملي لوبډله به د روان ميلادي کال د مې مىاشتې په لومړىو کې په دغو پنځوس اوريزو سىالىو کې، چې د

د افغانستان د کرکټ ملي لوبـډله راتلونکې مياشت په ماليزيا کې د شپږو هېوادونو په ګډون په اسيايي پريميرليګ سياليو كې ګډون کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د کرکټ ملي لوبډله به د روان ميلادي کال د مې مىاشتې په لومړىو کې په دغو پنځوس اوريزو سىالىو کې، چې د افغانستان په ګډون شپږ اسيايي لوبډلې په كې ونډه لري، ګډون وكړي.

د سرچينې په وينا، دغه لوبې د مې په لومړۍ نېټه د مالىزىا په کولالمپور کې پىلېږي او تر اوومې نېټې به دوام وكړي.

په دغو سىالىو کې د افغانستان په ګډون د مالىزىا، هانګ کانګ، نىپال، عمان او متحده عربي اماراتو لوبډلې ونډه لري.

د ىادونې وړ ده، چې د متحده عربي اماراتو او هانګ كانګ په وړاندې به د كركټ د ملي لوبډلې سىالۍ د نړىوالو ىو ورځنىو سىالىو بڼه ولري.

د افغانستان کرکټ بورډ دغو سياليو لپاره ٢٠ کسيزه لوبډله اعلا ن کړې، چې تر تمرينونو وروسته به ١٤ کسيزه ډله ترې وټاكي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA