بالاخره د ټولو انتظار پای ته ورسېد. د وري په ۱۶مه د افغانستان خلک د رایو د صندوقونو پر لور ولاړل او د نوي جمهور رئیس د ټاکلو په هدف یې خپلې رایې استعمال کړې. له دې سره دا درېیم ځل دی چې افغانان په وروستۍ څه باندې یوه لسیزه کې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې برخه اخلي او رایې
بالاخره د ټولو انتظار پای ته ورسېد. د وري په ۱۶مه د افغانستان خلک د رایو د صندوقونو پر لور ولاړل او د نوي جمهور رئیس د ټاکلو په هدف یې خپلې رایې استعمال کړې. له دې سره دا درېیم ځل دی چې افغانان په وروستۍ څه باندې یوه لسیزه کې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې برخه اخلي او رایې کاروي.
خو د روان ۱۳۹۳ کال د وري د ۱۶ مې نېټې ټاکنې، د جمهوري ریاست د تېرو دوو دورو د انتخاباتو په نسبت ځکه زموږ د هېواد او خلکو لپاره مهمې دي چې د افغانستان په سیاسي تاریخ كې، د لومړي ځل لپاره واک په سوله ییز، قانوني او ډموکراتیک ډول، د خلکو د رایو د استعمال په نتیجه کې له یوه جمهور رئیس څخه بل ته انتقالېږي.
یا په بله معنی موږ دا ځل د افغانستان په سیاسي تاریخ کې د مشروع واکمنۍ د رامنځته کېدو په هدف ګام پورته کړی، د داسې یوې مشروع واکمنۍ پر لور چې د خلکو د ارادې په نتیجه کې رامنځته کېږي.
که د افغانستان تېر تاریخ ته کتنه وکړو، لیدل کېږي چې د واک انتقال او لېږد په کې تر ټولو لویه سیاسي او اساسي ستونزه وه او ډېری وخت واک د زور له لارې یا هم په میراثي توګه په جبر او اکراه د واکمن د غوښتنې خلاف اعمال شوی چې په نتیجه کې یې افغاني ټولنه د استبداد په اور کې سوې ده.
د دغه ډول زور چلونې او وژنو ډېرې نمونې په وروستیو ۳۵ کلونو کې تر سترګو کېږي چې حتى د هېواد اقتصادي بنیادونه یې له زوال سره مخ کړې دي.
ډېر لرې به نه ځو، په ۱۳۵۲ لمریز کال د سردار داوود له سپینې کودتا، بیا د خلق او پرچم رژیمونو د ۱۳۵۷ کال د ثور د ۷مې نېټې خونړۍ کودتا او سقوط، په ۱۳۷۱ لمریز کال د مجاهدینو د ایتلافي حکومتونو رامنځته کېدل او سقوط، د ۱۳۷۵ لمریز کال د میزان په ۶مه د طالبانو واکمني او بیا سقوط، ټول هغه ډولونه او نظامونه دي چې د خلکو د ارادې خلاف په زور او یا وینه تویېدنه، په یو بل پسې راغلل او ولاړل.
د دغه تېر تاریخ له یادولو مو هدف دا نه دی چې افغاني ټولنه ملامته کړو، بلکې د نړۍ په کچه د قدرت انتقال او لېږد د بشري ټولنو له اساسي ستونزو څخه پاتې شوی چې د نړۍ تېر او حتى اوسنی تاریخ یې شاهد دی. په دې لړ كې د عربو بهار د همدې لسیزې په پای کې ښه بېلګه کېدلی شي.
افغان کارپوه ښاغلي حسین سرامد په خپله یوه مقاله کې د یوه سیاسي کارپوه ((کارل پوپر)) له قوله کښلي چې په سیاست کې تر ټولو مهمه مسئله، همدا له یوه کس څخه بل ته د قدرت سوله ییز انتقال دی.
د سیاسي چارو کارپوه او استاد ډاکټر روح الله امین وايي: (( د ۱۳۸۳ لمریز کال او ۱۳۸۸ کال ټاکنې، د یوه پراخ بنسټه او ډموکراتیک نظام د جوړولو په برخه کې د افغانانو لومړنۍ سیاسي تجربې وې چې د ټولو ستونزو او نیمګړتیاو باوجود، د اهمیت وړ دي.)) خو د غه کارپوه په باور د جمهوري ریاست اوسنۍ ټاکنې د واک د سوله ییز لېږد په برخه کې له یوه کس څه بل ته د افغانانو لومړنۍ تجربه ده.
د نوموړي په عقیده له همدې کبله دا ټاکنې د تېرو په نسبت خورا مهمې او د ارزښت وړ دي، ځکه خلک د ټولو امنیتي ګواښونو او ننګونو باوجود چې خپل سرونه یې په لاس کې نیولي وو، د یوه نوې نقش او رول د ادا کولو او تجربه کولو په هدف له کورونو راووتل او په صندوقونو کې یې رایې واچولې.
ژورنالیست او سیاسي مبصر حسیب الله عصیم هم ورته عقیده لري او وايي چې د خلکو له لوري د دغسې یوې سترې او مهمې تجربې ترسره کول، مرسته کوي چې نوی سیاسي جوړښت به نور هم بنسټیز شي او د قانون حاکمیت ته به په حکومتدارۍ کې لاره پرانیزي: (( په دې لاره كې که څه هم انتخابات په یوازې سر نشي کولای چې ډموکراسي بنیادي کړي، خو انتخابات او ډموکراسي دوه هغه وسیلې دي چې د خلکو د سیاسي کېدو لپاره لار خلاصوي. ))
د عصیم په خبره په سږنیو ټاکنو کې د خلکو ګډون او تر ټاکنو د مخه د رایو د کارتونو لپاره د خلکو د اوږدو صفونو جوړېدو دا وښوده چې په تېره څه باندې وروستۍ یوه لسیزه کې خلک په کافي اندازه سیاسي شوي دي. خو په وینا یې د ټاکنو د پایلو په اړه او دا چې څوک به د خلکو د رایو په نتیجه کې واک ته ورسېږي؟ اندېښنې لا پر خپل ځای دي او داسې وېره موجوده چې ښايي ځینې کاندیدانو او د هغوی پلویانو ته د ماتې په صورت کې پایلې د منلو وړ نه وي: (( که چېرې افغانان د ټاکنو د پایلو له ازمېښت څخه هم په بریالیتوب راووځي، په افغانستان کې به د استبداد او زور چلونې رېښې وچې شي.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

