ads

د ولایتي شوراګانو پر ټاکنو د جمهوري ریاست ټاکنو سیوری

د روان ۱۳۹۳ کال د وري په ۱۶ د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو ټاکنې یو ځای ترسره شوې، خو داسې برېښي چې تر ډېره دا ځل هم د ولايتي شوراګانو ټاكنې، د جمهوري ریاست د ټاکنو تر سختې شعاع لاندې تېرې شوې وي د روان ۱۳۹۳ کال د وري په ۱۶ د جمهوري ریاست […]

نویسنده: TKG
18 وری 1393
د ولایتي شوراګانو پر ټاکنو د جمهوري ریاست ټاکنو سیوری

د روان ۱۳۹۳ کال د وري په ۱۶ د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو ټاکنې یو ځای ترسره شوې، خو داسې برېښي چې تر ډېره دا ځل هم د ولايتي شوراګانو ټاكنې، د جمهوري ریاست د ټاکنو تر سختې شعاع لاندې تېرې شوې وي

د روان ۱۳۹۳ کال د وري په ۱۶ د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو ټاکنې یو ځای ترسره شوې، خو داسې برېښي چې تر ډېره دا ځل هم د ولايتي شوراګانو ټاكنې، د جمهوري ریاست د ټاکنو تر سختې شعاع لاندې تېرې شوې وي

د شنونكو په باور یو له هغو عواملو چې د ولایتي شوراګانو ټاکنې یې اغېزمنې کړې دي، د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د ټاکنو یو ځای ترسره کېدل دي.

دوى وايي، د جمهوري ریاست دا ځل ټاکنې چې په ترڅ كې يې له تاريخي پلوه لومړى وار په سوله ییز ډول د واک د لېږد زمینه برابرېږي، دا مهال د ټولو سیاسي او مدني فعالانو، نړيوالو او رسنیو پام ځانته اړولى، خو د مرکز او ولایتونو په کچه یې د ولایتي شوراګانو ټاکنو ته د پام کچه راټيټه کړې ده.

دا په داسې حال ده چې د ولایتي شوراګانو كانديدانو ته د کمپاین نېټه هم د جمهوري ریاست د کاندیدانو د کمپاین د نېټې په نسبت راکمه او محدوده وه.

د كارپوهانو په نظر د ولایتي شوراګانو نقش او رول ته په پام، اړينه ده چې د ولايتي شوراګانو  ټاکنې هم مهمې وګڼل شي.

دوى زياتوي له هغو مهمو نقشونو څخه چې سیمه ییزې شوراګانې، په تېره بیا ولایتي شوراګانې یې د مخ پر ودې هېوادونو  په حكومتوالي سيسټم كې ترسره کوي، د سیمه ییز حکومت او خلکو ترمنځ منځګړي رول دی.

د منتقدینو په باور له بلې خوا د ولایتي شوراګانو جوړېدل په سیمه ییزه کچه د حساب ورکولو زمینه برابروي او د قانون د حاکمیت لپاره په سیمه کې لار خلاصوي.

د دوى په قول، په هغو هېوادونو کې چې خلک یې د ډيموکراسۍ او مردم سالارۍ په اړه لږه تجربه لري، دولتونه، د سیمه ییزو بنسټونو د تقویې او ملاتړ په برخه کې مکلف ګڼل کېږي.

له بل لوري په ډموکراتیکو نظامونو کې ملیتونه دا مسوولیت لري چې د خپلو اساسي حقونو په رڼا کې خپلو سیمه ییزو شورګانو ته وړ، زړه سوانده، پوه او هوښیار استازي وټاکي.

موږ هم د ولایتي شوراګانو د ټاکنو تېرې تجربې چې له ځانه سره لرو، په ډاډ یې  په اړه  ویلای شو چې په سیمه ییزه کچه به، د حساب ورکولو، شفافیت، رفاه، امنیت او ازادۍ په برخه کې اغېزناک رول ولري.

دا خبره ځکه کوو چې ولایتي شوراګانې ښه قانون او طرز العمل او منظم اداري سیستم لري، دغه راز عادي بوجه یې هم له شاوخوا ۲۰۰ ملیونه افغانیو زیاتېږي.

هغه معلومات چې د رسنیو له لارې د ولایتي شوراګانو په اړه خپاره شوي دا څرګندوي چې په هېواد كې  ۱۰ ولایتي شوراګانې مجهز تعميرونه لري، ۱۵ نورې ولایتي شوراګانې له برېښنا او دوامدار انټرنټ څخه استفاده کوي او د خلکو ترمنځ له ښه موقعیت او اعتبار څخه برخمنې دي.

افغان لیکوال او کتونکي روح الله هاشمي په خپله یوه مقاله کې د ولایتي شوراګانو ارزښت  داسې ارزولی دی.  ولایي شوراګانې په حقیقت کې یوه وړه ولسي جرګه د ولایت په دننه کې ده چې د خلکو له لوري د متناسبو اختیاراتو په لرلو سره پر نظامي او سیاسي چارواکو نظارت کوي. یا په بل عبارت په هر ولایت کې د ولایتي شوراګانو د استازو شتون، د هغو مقاماتو ترمنځ د قدرت د توازن په معنی دی چې د مرکز له لوري ټاکل کېږي.

د چارو يو بل كارپوه او سياسي ناقد استاد نصير احمد بركي هم په خپله يوه تازه مقاله كې د ولايتي شوراګانو د ټاكنو په اهميت او جوړښت غږېدلى.  نوموړى وايي، ولايتي شوراګانې د غړو په حساب د ولايت د نفوس په اساس تشكيلات لري چې د انتخاب پر مهال يې ۲۰ فيصده چوكۍ ښځو ته ځانګړې شوي.

بره كي وايي، د ولايتي شوراګانو د قانون مصوبې ته په پام ټول افغانستان كې ولايتي شوراګانو ته ۴۲۰ تنه وكيلان ټاكل كېږي چې ۱۱۸ چوكۍ يې ښځې وړي: (( دا قانون په ۱۳۸۶ كال تصويب شو، ښځو ته په كې د چوكيو ونډه له دوى سره د تاوتريخوالي د مخنيوي په خاطر وركول شوې. د ولايتي شورا وكيلان مكلف دي چې د قاچاقو په  اړه ادارو ته راپور وركړي، د تاريخي اثارو د ساتنې هلې ځلې وكړي، همدارنګه  د ځمكو د غصب او د چاپيريال د ككړتيا مخه ونيسي.))

خو بره كي په تېرو دوه دورو كې د ولايتي شوراګانو فعاليتونه هغسې نه ارزوي چې په خبره يې خلكو توقع ترې لرله: (( د ولايتي شوراګانو د ناسم فعاليت له كبله پر ښځو تاوتريخوالى زيات شوى، په تېرو كلونو كې د مخدره موادو د قاچاق كچه هم لوړه شوې، تاريخي اثار رغول شوي نه دي، بلكې لا د له منځه تلو په حال كې دي او دولتي ځمكې هم تر بل هره وخته اوس زياتې غصبېږي.))

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA