د طالبانو د واكمنۍ تر سقوط وروسته دا درېیم، خو د خپل نوعيت له مخې د افغانستان په تاريخ كې لومړى ځل دى چې د هېواد په۹۰ فيصده خاوره کې د جمهوري رياست او ولایتي شوراګانو ټاکنې ترسراو په نتيجه كې به يې د افغانستان سياسي واك په سوله ييز ډول راتلونكي جمهور رئيس ته انتقال شي.
د طالبانو د واكمنۍ تر سقوط وروسته دا درېیم، خو د خپل نوعيت له مخې د افغانستان په تاريخ كې لومړى ځل دى چې د هېواد په۹۰ فيصده خاوره کې د جمهوري رياست او ولایتي شوراګانو ټاکنې ترسراو په نتيجه كې به يې د افغانستان سياسي واك په سوله ييز ډول راتلونكي جمهور رئيس ته انتقال شي.
د وري د ۱۶ نېټې د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو په ټاكنو كې د خلكو حضور له توقع خلاف پورته او په ټول هېواد كې د رايې اچونې ۶۴۲۳ حوزې فعالې وې چې ۲۰۶۰۰ د رايې اچونې محلونه يې لرل او په کم شمېر نور مراكز د امنيتي او موسمي ملحوظاتو له كبله بند پاتې شول.
د ټاكنو د خپلواك كمسيون د مهالوېش له مخې به د جمهوري ریاست د ټاکنو لومړني نتايج د غويي په څلورمه نېټه اعلان شي. د ټاكنيزو شكايتونو د كمسيون وياند نادر محسني وايي چې د ټاكنو په اړه د شکایتونو اورېدلو پروسه به د غويي تر ۱۷مې دوام وکړي او تر هغه وروسته به د غويي په ۲۴مه د ټاکنو بشپړې پایلې اعلان شي.
د خلكو بريا
دا وار په هېواد كې د رايې اچونې پروسه د ټاكنو د كمسيون مشر يوسف نورستاني په حبيبيه لېسه كې د خپلې رايې په كارولو پيل كړه د سهار په شاوخوا اوه نیمو بجو کړه. ورپسې جمهور رييس كرزى له خپلو مرستيالانو سره اماني لېسې ته ولاړ او خپله رايې يې وكاروله. جمهور رئيس کرزي تر دې وروسته د خبري كنفرانس له لارې پر هېوادوالو غږ وكړ چې له سختو ګواښونو سره سره هم د رايې مركزونو ته ولاړ شي.
له دې سره جوخت كه څه هم ورځ باراني وه، خو د هېواد له ګوټ ګوټ څخه په ټاكنو كې د خلكو د پراخ ګډون راپورونه ترلاسه شول. كه څه هم چې د وري د ۱۶مې نېټې د ټاكنو حتى لومړنۍ پايلې به هم شل ورځې وځنډېږي، خو د افغانستان د ټاكنو كمسيون رئيس يوسف نورستاني په دغه ورځ غرمه مهال رسنيو ته وويل، دا ځل ټاكنې د افغانستان د خلكو لپاره د ولسواكۍ په لاره كې تر ټولو ستره بريا ده: (( د رايې وركولو بهير د تمې خلاف ډېر ښه پر مخ ولاړ، دا د افغانانو بريا ده او زه د ټاكنو د امنيت خوندي كولو په برخه كې له امنيتي ځواكونو مننه كوم، بلكې ټولې قربانۍ او هڅې يې ستايم.))
د جمهوري ریاست د انتخاباتو په ټولو دریو درو کې د انتخاباتو لپاره شاوخوا ۲۱ ملیونه د رایو کارتونه وېشل شوي وو.
د ټاکنو څرنګوالی
سږ كال افغان حكومت او د ټاكنو خپلواك كمسيون په ټاكنو كې د درغليو د هر ډول مخنيوي خبر وركړى او له ټاكنو يوه ورځ مخكې د دغه كمسيون چارواكو اعلان وكړ چې له ملي اردو، ملي پوليسو او ملي امنيت سره په ګډه يې په دې اړه كلك تدابيرنيولي دي.
د ټاكنو د خپلواك كمسيون وياند نورمحمد نور له ټاكنو دوه ورځې وړاندې ويلي وو، كمسيون يې پر دوه سوه زره داخلي څارونكو سربېره، رسنيو ته هم د ټاكنيزو تخطيو د كنټرول په خاطر د څارونكو كارتونه وېشلې دي، څو دا پروسه د ملت د سترګو پر وړاندې او په عادلانه ډول صورت ونيسي.
په دې سربېره د امريكا د بهرنيو چارو وزير جان كري هم په افغانستان كې د عادلانه او شفافو ټاكنو ترسره كېدا ته هيله ښودلې او زياته كړې يې ده، افغانان له دا ځل جمهوري رياست ټاكنو سره په سوله ييز ډول له تاريخي ډيموكراټيكې مرحلې څخه تېرېږي.
دغه راز د ټاكنو د خپلواك كمسيون رئيس يوسف نورستاني هم د وري په ۱۶مه غرمه مهال يو خبري كنفرانس ته وويل، د ۱۳۹۳ كال ټاكنې تاريخ جوړوونكې او له ډېرو كمو امنيتي ستونزو سره مخ شوې چې تر ډېره يې د عالانه ټاكنو د ترسره كېدو ادعاوې سمې كړې او د درغليو مخه ونيوله.
۲۰۰ مورده شکايتونه
د وري د ۱۶مې نېټې ماسپښين مهال د ټاكنيزو شكايتونو كمسيون اعلان وكړ چې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه ورته د درغليو او ټاكنيزو سرغړونو ۲۰۰ رسمي شكايتونه رسېدلي دي.
د ټاکنيزو شکايتونو کمسيون وياند نادر محسني په دې اړه خبريالانو ته وويل، یاد شمېر شكايتونه خلكو د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو په اړه د ټاكنيزو شكايتونو د كمسيون په سيمه ييزو دفترونو كې ثبت كړې چې ۲۰ يې يوازې په كابل كې د ټاكنيزو سرغړاويو او درغليو په اړه دي.
د هغه په وينا، کمسيون ټولو شکايتونو ته رسېدنه کوي، خو شکايتونه بايد د عکس او ويډيو په وسيله مستند شوي وي. دا په داسې حال كې ده چې راپورونه وايي، د ټاكنو كمسيون د انتخاباتو په ورځ د رايې وركولو له مراكزو څخه هر ډول عكاسي منع اعلان كړې وه.
د خلكو ګډون
له ټول هېواد څخه د كليد ګروپ د خبريالانو او نورو رسنیو چمتو كړي راپورونه وايي، دا ځل په لويو او وړو ښارونو كې په ټاكنو كې د خلكو د ګډون كچه له توقع خلاف لوړه وه.
د كليد خبريال توريالي همت له ننګرهاره وويل، د دغه ولايت خلك په كم سارې توګه د رايې اچونې مركزونو ته ولاړل او د خپلې خوښې نوماندان يې انتخاب كړل. د همت په وينا كه څه هم سهار مهال د جلال اباد په انګور باغ ساحه كې د رايې اچونې په مركز كې چاودنه وشوه، خو تر مازيګره پورې په دغه مركز د خلكو هماغسې بېروبار جوړ و. بلخوا د خوګياڼو يو تن اوسېدونكي ضيا الله كابل كليد ته په ټليفوني تماس كې وويل، يو شمېر سيمې تر وسله وال بريد لاندې وې، خو خلك جوپې جوپې د رايو مركزونو ته روان وو.
له هرات څخه د كليد خبريال شعيب تنها شكران بيا وايي، په دغه ولايت كې له كومې امنيتي پېښې پرته د رايې اچونې پروسه د خلكو د ګڼ اشتراك په ترڅ كې مخته ولاړه. نوموړى د هرات د والي فضل الله وحيدي له قوله وايي، په هرات ولايت كې ۹ زره ملي امنيتي ځواكونه د ټاكنو د خونديتوب لپاره ګمارل شوي وو.
په كابل كې بيا د سهار پنځو بجو څخه د رايو مركزونو ته كتارونه لګېدلي وو، د كليد خبريالانو يو شمېرعمر خوړلي او بوډاګان هم ليدلي چې د خپلو خپلوانو په اوږو د رايو مركزونو ته راغلل او رايې يې وكارولې. د كليد خبريال يمن داوودزى كاږي، د كابل په اكثره مراكزو كې د رايې اچونې پاڼې كمې شوې، خو ستونزه په وخت سره د ټاكنو د كمسيون لخوا اواره شوه. نوموړى وايي، د كابل اماني ، محراب الدين او استقلال ليسو كې د رايې اچونې د مراكزو مخې ته د خلكو داسې پراخ هجوم یې وليد چې پر سرونو يې پلاستيكونه خواره کړي او تر غرمې د رايې اچونې لپاره په انتظار ولاړ وو.
د پكتيا له ګردېز، د لوګر له پل علم، كاپيسا، پروان، پنجشېر، باميان، بدخشان، كونړ او نورو ولايتو څخه هم د ټاكنو پر مراكزو د خلكو د ګڼې ګوڼې خبر راغلى، خو له ميدان وردګ ولايت څخه بيا د كليد خبريال فضل الهادي حميدي وايي، دغه ولايت كې د ټاكنو پر مركزونو د پراخې ګڼې ګوڼې له كبله په هر مركز كې د رايې اچونې د محلونو شمېر دوه چنده لوړ كړاى شو.
امنیتي ستونزې
د كليد ګروپ د خبريالانو د راپورونو په اساس په كابل او نورو لويو ښارو كې د كلكو امنيتي تدابيرو له كبله كومه درنه امنيتي او د ځاني تاوان لرونكې پېښه نه ده ليدل شوې. يوازې په اوزبین كې د پولیسو پر یوه پوسته بريد شوى، خو دغه بريد د امنيتي ځواكونو لخوا ژر په شا وتمبول شو.
هخوا په لوګر، لغمان، هلمند او زابل ولايتونو کې هم د رايې ورکولو ځينې مرکزونو ته څېرمه چاودنې او وسله والې نښتې شوې دي. په دغه ورځ د لوګر ولايت د محمداغې ولسوالۍ په يوه ټاکنيز مرکز کې چاودنې ٣ تنه ټپيان كړل، د هلمند ولايت ځايي اوسېدونکي بيا وايي، د دغه ولايت د مارجې ولسوالۍ د ترخه ناور له يوه ټاکنيز مرکز سره نږدې وسله واله نښته شوې، خو كوم زيان يې نه دى اړولى.
د يو بل خبر له مخې، د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له کبله دوه پوليس ټپيان شول، خو روغتيايي حالت يې ښه او ټاكنيز مركز بېرته د خلكو له ګڼې ګوڼې ډك شو. د دې په دوام د زابل چارواكي بيا وايي، د شهر صفا په ولسوالۍ کې وسله والو پر يوه مرکز بريد وكړ، خو په ترڅ کې يې بيرته ٣ وسله وال وژل شوي دي. په غزني کې هم د څلور تنو طالبانو د وژل کېدو راپور ورکول شوی دی. د کونړ ولایت د پوهنې ریاست ویاند ادریس غروال په وروستیو شیبو کې چې کلید اوونیزه چاپ ته روانه وویل چې په دغه ولایت کې د نښتو په نتیجه کې درې تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
له بل لوري د ټاكنو د خپلواك كمسيون مشر احمد يوسف نورستاني هم د ټاكنيز بهير د ډاډمن امنيت په اړه وويل، دا ځل ټاكنې له توقع خلاف په ډېر امن فضا كې ترسره شوې: (( يوازنۍ سخته پېښه د اله اساى ولسوالۍ ده چې وسله والو ټاكنيز توكي په اوبو كې خوشې كړې دي.))
تخنيكي ستونزې
د كليد ګروپ خبريالانو د كابل په شمول د افغانستان له نږدې ټولو ولايتونو څخه راپورونه وركړي چې دا ځل د رايې په مركزونو كې د تخنيكي ستونزو مسئله دومره جدي نه وه. د كليد خبريال نسيم لالهاند وايي، دا ځل په هر مركز كې دوه ډوله رنګونه د رايو اچوونكو په ګوتو كارول كېدل چې يو يې د ځانګړي برقي څراغ په مرسته يوازې مامورينو مشاهده كولى شو، خو بل بيا د تېر په څېر تور رنګ و چې د لرې كېدو ډېر كم شكايتونه يې شوي. د كليد خبريال توريالى همت بيا وايي، په ننګرهار كې بيا د رايو په يو شمېر مركزونو كې د نامسلكي مامورينو موجودیت دا ستونزه ډېره كړې وه چې كارت په ناسم ځاى كې د ځانګړي ماشين په وسيله سورى شي.
د ناظرانو او ژورنالستانو حضور
د خپرو شویو ارقامو له مخې د سږنيو ټاكنو څارنه د ۶۸ داخلي بنسټونو او ۱۶ بهرنيو سازمانونو لخوا كېدله. دغه راز د ۳۱ افغاني ګوندونو استازو، ۷۱ داخلي او ۴۵ بهرنيو رسنيو ته هم په ټاكنو كې د نظارت اجازه ليكونه ويشل شوي وو.
د ټاكنو د كمسيون وياند نورمحمد نور په وينا سږ كال په هېواد كې د دغو بنسټونو لخوا ټول ټال ۲۶۵۰۰۰ څارونكي د ټاكنيز بهير پر نظارت مامور وو: (( جمهوري رياست ته ۸ كانديدانو په خپلو كې سيالي وكړه او له ټول هېواده مو ۱۸۱۷ تنه د ولايتي شوراګانو كانديدان لرل چې څارونكو ته يې اجازه ليكونه تر ټاكنو درې ورځې د مخه وېشل شوي وو.))
د كابل كليد راډيو د مسول عبدالغيور وزيري په وينا د مطرحو رسنيو په صف كې د ټاكنو د څار لپاره كليد ګروپ هم په ټول هېواد كې خپل له (۲۰۰) زيات ژورنالستان په دندو موظف كړي وو، څو له هرې سيمې او هر مركز څخه په وخت راپورونه وركړي.
نوموړي زياته كړه، د كليد ګروپ لخوا استول شويو څارونكو ته د كليد ګروپ د ټولو راډيوګانو خپرونې ځانګړې شوې او دم په دم يې د تخطيو، سرغړونو او ټاكنيز بهير د جزیياتو معلومات له خلكو او د ټاكنو د شكايتونو له كمسيون سره شريك كړل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


