ads

پاكستان د افغان حكومت تورونه رد كړل

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د افغان حكومت هغه تورونه رد کړي، چې ګوندې دا هېواد په افغانستان کې په وروستيو تروريستي بريدونه کې لاس لري. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت لخوا د دوشنبې په ورځ په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغان حكومت لخوا په دې هېواد کې په وروستيو […]

نویسنده: TKG
12 وری 1393
پاكستان د افغان حكومت تورونه رد كړل

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د افغان حكومت هغه تورونه رد کړي، چې ګوندې دا هېواد په افغانستان کې په وروستيو تروريستي بريدونه کې لاس لري. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت لخوا د دوشنبې په ورځ په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغان حكومت لخوا په دې هېواد کې په وروستيو تروريستي

 

 

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د افغان حكومت هغه تورونه رد کړي، چې ګوندې دا هېواد په افغانستان کې په وروستيو تروريستي بريدونه کې لاس لري.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت لخوا د دوشنبې په ورځ په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغان حكومت لخوا په دې هېواد کې په وروستيو تروريستي پېښو کې د پاکستان لاس بلل د افسوس وړ ده.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت دا څرګندونې په داسې وخت کې کوي، چې پرون د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان له خاورې د افغانستان پر سرحدي امنيتي پوستو د بريدونو د ډېرېدو په غبرګون کې د نوموړي هېواد سفير دې وزارت ته ور وغوښت او د وروستيو بريدونو په اړه يې ورته اعتراض وکړ.

په افغانستان کې په داسې وخت کې په تروريستي پېښو کې ډېروالى راغلى، چې راتلونكې اونۍ د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو ټاكنې ترسره كېږي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې تسنيم اسلم ويلي، چې هېواد يې په افغانستان کې د رڼو او د جمهوري رياست د خپلواکو ټاکنو غوښتونکى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA