ads

مشرف رسما په خيانت تورن شو

پاکستان کې يوې ځانګړې محکمې نن د هېواد د اساسي قانون د ځنډولو په تور پخوانى جمهوررئيس پروېز مشرف په رسمي توګه په خيانت تورن کړ. د پخواني پوځي واکمن پر وړاندې د خيانت تورونو په لړ کې په ۲۰۰۷ کال د اساسي قانون ځنډول او د بېړني حالت اعلانول هم شامل دي.     […]

نویسنده: TKG
11 وری 1393
مشرف رسما په خيانت تورن شو

پاکستان کې يوې ځانګړې محکمې نن د هېواد د اساسي قانون د ځنډولو په تور پخوانى جمهوررئيس پروېز مشرف په رسمي توګه په خيانت تورن کړ. د پخواني پوځي واکمن پر وړاندې د خيانت تورونو په لړ کې په ۲۰۰۷ کال د اساسي قانون ځنډول او د بېړني حالت اعلانول هم شامل دي.

 

 

پاکستان کې يوې ځانګړې محکمې نن د هېواد د اساسي قانون د ځنډولو په تور پخوانى جمهوررئيس پروېز مشرف په رسمي توګه په خيانت تورن کړ.

د پخواني پوځي واکمن پر وړاندې د خيانت تورونو په لړ کې په ۲۰۰۷ کال د اساسي قانون ځنډول او د بېړني حالت اعلانول هم شامل دي.

پروېز مشرف د درېيو قاضيانو محکمې ته په داسې حال کې حاضر شو، چې تر ۲۰۰۰ ډېر امنيتي سرتېري ځاى پر ځاى کړل شوي وو.

مشرف راولپنډۍ ښار کې له يوه پوځي روغتونه محکمې ته راوستل شو.

۷۰ کلن مشرف پرې لګول شوي تورونه نه مني او وايي، چې پر ده لګېدلي تورونه سياسي انګېزه لري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA