ads

خارجي کارکوونکو افغانان بې روزګاره کړي

د كار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت وايي چې په افغانستان كې په لسګونو زره بهرنيان په قانوني او ناقانونه توګه په كار بوخت دي. د ياد وزارت وياند علي افتخاري وايي چې له دغو بهرنيانو شاوخوا شل زرو یې له نوموړي وزارت څخه د كار جوازونه اخستي، خو له سل زرو ډېر نور […]

نویسنده: TKG
11 وری 1393
خارجي کارکوونکو افغانان بې روزګاره کړي

د كار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت وايي چې په افغانستان كې په لسګونو زره بهرنيان په قانوني او ناقانونه توګه په كار بوخت دي. د ياد وزارت وياند علي افتخاري وايي چې له دغو بهرنيانو شاوخوا شل زرو یې له نوموړي وزارت څخه د كار جوازونه اخستي، خو له سل زرو ډېر نور يې

د كار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت وايي چې په افغانستان كې په لسګونو زره بهرنيان په قانوني او ناقانونه توګه په كار بوخت دي.

د ياد وزارت وياند علي افتخاري وايي چې له دغو بهرنيانو شاوخوا شل زرو یې له نوموړي وزارت څخه د كار جوازونه اخستي، خو له سل زرو ډېر نور يې لاهم په ناقانونه توګه فعالیت کوي.

افتخاري وايي چې دوی د ناقانونه مېشتو بهرنیو کارکوونکو د مخنیوي په هدف ځانګړي پلانونه لري، خو په خبره یې په پولو نه کنټرول سبب شوی چې ناقانونه بهرنیان افغانستان ته رامات شي.

افتخاري وايي چې دوى دا ستونزه د وزیرانو له شورا سره شریکه کړې او وړاندیز یې کړی، هره هغه دولتي او یا خصوصي اداره چې مسلکي کارکوونکو ته اړتیا ولري، دا اړتیا دې د کار او ټولنیزو چارو له وزارت سره شریکه کړي: (( که په کور دننه دا اړتیا پوره نشوه، بیا دې یې راولي.))

نوموړی ګواښ کوي، له دې وروسته هېڅوک دا حق نه لري چې په خپل سر بهرني کارکوونکي راولي. د افتخاري د معلوماتو له مخې شاوخوا ۱۲۰ زره داسې بهرني کارکوونکي هم په افغانستان کې شته چې د کار جوازونه یې نه دي اخستي: (( دوی په بازار کې په ساختماني او نورو برخو کې کار کوي، له بدمرغه تاسو پوهېږئ چې پرانستې پولې د دې لوی عامل دی.))

د همدغه وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې شاخوا لس ملیونه وګړي د کار په شرایطو برابر دي چې له دې ډلې شاوخوا ۲۵ فیصده یې په بشپړ ډول بې روزګاره دي.

افتخاري وايي چې د کورنیو بې روزګاره وګړو لپاره هم د کارموندلو پلانونه لري، خو په خبره یې د دغو پلانونو تطبیق د نورو سکتوري ادارو په هڅو پورې تړلی دی: (( د حرفوي زده کړو ترڅنګ، د کارموندنې ملي پالیسي ده چې له ټولو سکتوري وزارتونو سره شریکه شوې ده.))

د کار او ټولنیزو چارو وزارت باور دا دی چې بې روزګاري د اقتصادي زیربناوو په پیاوړي کېدلو راکمېدای شي، افتخاري زیاتوي: (( د دولتي سکتور ترڅنګ خصوصي سکتور د بې روزګارۍ په له منځه وړلو کې اغېزناک رول لري او باید د کاري زمینو په برابرولو کې خپله برخه ادا کړي.))

په ورته وخت کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال حسام الدین همراه وايي چې دوی د فني او حرفوي زده کړو پر وړاندې ګڼې ستونزې لري: (( موږ تېر کال د فني او حرقوي زده کړو لپاره ودانۍ نه لرلې، له مالي پلوه هم له ستونزې سره مخ وو.))

خو د افغانستان د صنعتکارانو د ټولنې مشر سخي احمد پیمان بیا وايي، که دولت واقعا د بې کارۍ د مهارولو غوښتونکی وي، باید صنایعو ته پام وکړي، هغه وايي: (( په تېرو لسو کلونو کې زموږ غوښتنه دا وه چې له صنعت څخه ملاتړ وشي، خو داسې ونشول، کله چې د صنعت ملاتړ وشي، کاري زمینې پراخېږي.))

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA