په لبنان کې د پوځ پر يوې پوستې ځانمرګي بريد كې درې سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان دي. امنيتي چارواكي وايي، پېښه پرون ماښام د لبنان په ختيځ کې د سوريې پولې ته څېرمه په ارسل ښارګوټي كې رامنځته شوې ده.
په لبنان کې د پوځ پر يوې پوستې ځانمرګي بريد كې درې سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
امنيتي چارواكي وايي، پېښه پرون ماښام د لبنان په ختيځ کې د سوريې پولې ته څېرمه په ارسل ښارګوټي كې رامنځته شوې ده.
د سني مسلمانانو يوې ډلې د دې پېښې مسووليت منلى دى.
دغې ډلې په خپلې ټويټر پاڼه كې ليکلي، دغه بريد يې د سامي الاطرش (Sami al-Atrash) د مرګ په غچ کې کړى دى.
سامي د موټر بم چاودنو هغه مشکوک تنظيموونکى ګڼل کېږي، چې د لبنان شيعه سخت دريځې ډله حزب الله يې په نښه کوله.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


