د تارسيان او بلينكلي شركت له لسو كالو راپدېخوا د ملي اردو د يونيفورمونو او جمپرونو د توليد په برخه كې كار كاوه او د زرو تنو ښځينه كاركوونكو په مټ يې د ملي اردو د اړتيا وړ ۵۰ فيصده يونيفورمونه توليدول، خو د چارواكو د نه پاملرنې له كبله اوس دا شركت د ۷۰ تنو ښځينه كاركوونكو په درلودلو سره د ښځينه جامو په توليد بوخت دى او زيات شمېر كاركوونكې يې بېكاره شوې دي.

شيلا د دې شركت يوه پخوانۍ ګنډونكې ده چې اوس د ښځينه جامو د پاتن جوړولو په برخه كې كار كوي.
هغه وايي، ډېره خواشينې په دې ده چې د دې شركت د مشر له زياتو هلو ځلو او د جمهوررئيس له ژمنو سره سره دا شركت له ركود سره مخ شو او د دوى زياتو همكارانو چې د يوې مړۍ حلالې روزۍ د برابرولو لپاره يې كار كاوه، خپل كار له لاسه وركړ او اوس له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
شيلا زياتوي، د دې شركت چاپېريال د ښځو لپاره آن د كورني چاپېريال په څېر خوندي دى ځكه چې ټولې كارګرانې يې ښځې دي او د كورنيو نارينه د خپلو ښځو او خويندو هېڅ مخه نه نيسي.
دا شركت د خپل كار په لار كې اوس هم له خنډونو سره مخ دى، كه څه هم ډېرې ښې ښځينه جامې لكه سر پتلوني، مانتو، كرتۍ او لمن د فصلونو برابر په ښو ډيزاينونو جوړوي، خو د خرڅلاو لپاره يې يوازې يو دوكان لري.
د شيلا په وينا، تېر كلونه د دوى معاشونه ښه او د قناعت وړ وو او آن تر ۸۰۰۰ افغانيو به يې معاش اخيسته او ترڅنګ يې د خوراكي توكو كوپون هم درلود، خو اوس د يوې كاركوونكې تر ټولو لوړ معاش ۵۰۰۰ زره افغانۍ دى.
د دې شركت مشر حاجي نصر الله رحمتي وايي، دوى داسې ښځې په كار ګمارلې وې چې ګنډل يې هېڅ زده نه وو، خو دوى ورته د دريو مياشتو لپاره د خياطۍ د زده كړې كورسونه په لار واچول: (( ځكه چې دا ښځې د دې سيمې تر ټولو زياتې مرستې ته اړې ښځې وې او هېڅ اقتصادي مرستندوى يې نه درلوده.))
ياد شركت به پخوا د امريكايانو له لوري قراردادونه ترلاسه كول، خو دا قراردادونه ملي دفاع وزارت او كورنيو چارو وزارت پورې اړه لري او ياد وزارتونه خپلې د اړتيا وړ جامې په داسې حال كې له چين څخه واردوي چې د تارسيان په شركت كې سلګونه پايې د ګنډلو ماشينونه بېكاره پراته دي او د شركت د كاركوونكو له شمېره څخه تر نيمايي زياته برخه چې كونډې او بېوزلې ښځې دي، په ډېر بد اقتصادي حالت سره په كور ناستې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ