ads

بلوچستان کې پر رادار ډله ييز بريد كې يو پوليس وژل شوى

د پاكستان د بلوچستان ايالت په پسني سيمه كې يوه ډله وسله والو پر نصب شوي رادار بريد کړى، يو امنيتي سرتېرى يې وژلى او يو بل يې ټپي كړى دى.چارواكي وايي، د شنبې په ماښام په پسني سيمه کې هوايي ډګر ته  نژدې وسله وال د يوه نصب شوي راډار ودانۍ ته ور ننوتل […]

نویسنده: TKG
10 وری 1393
بلوچستان کې پر رادار ډله ييز بريد كې يو پوليس وژل شوى

د پاكستان د بلوچستان ايالت په پسني سيمه كې يوه ډله وسله والو پر نصب شوي رادار بريد کړى، يو امنيتي سرتېرى يې وژلى او يو بل يې ټپي كړى دى.
چارواكي وايي، د شنبې په ماښام په پسني سيمه کې هوايي ډګر ته  نژدې وسله وال د يوه نصب شوي راډار ودانۍ ته ور ننوتل او هلته په امنيت ګومارل

د پاكستان د بلوچستان ايالت په پسني سيمه كې يوه ډله وسله والو پر نصب شوي رادار بريد کړى، يو امنيتي سرتېرى يې وژلى او يو بل يې ټپي كړى دى.

چارواكي وايي، د شنبې په ماښام په پسني سيمه کې هوايي ډګر ته  نژدې وسله وال د يوه نصب شوي راډار ودانۍ ته ور ننوتل او هلته په امنيت ګومارل شوي پوليس يې يرغمل کړل.

د ګوادر سيمې پوليس وايي، شاوخوا شل تنه وسله والو د رادار په ودانۍ کې  يو پوليس وواژه او يو بل يې ټپي كړ.

د دوى په وينا، وسله والو اووه نور سيمه ييز پوليس يرغمل کړي وو، خو ژر د پېښې ځاى ته نور ګڼ پوليس ور ولېږل شول او وسله وال وتښتېدل.

د دې بريد مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه دى منلى.

پرون غرمه د بلوچستان ايالت په مركز كويټه كې د ملېشه ځواكونو پر موټر د چاودنې له كبله يوه ماشومه وژل شوې او اتلس تنه ټپيان شوي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA