د پکتيا ولايت په ټولو ولسواليو کې زيات ولور اخستو ډېرې نجونې او هلکان د واده له ځنډ سره مخ کړې. خو داسې ښکاري چې دغه دود د له منځه تللو په حال کې دی.
د پکتيا ولايت په ټولو ولسواليو کې زيات ولور اخستو ډېرې نجونې او هلکان د واده له ځنډ سره مخ کړې. خو داسې ښکاري چې دغه دود د له منځه تللو په حال کې دی.
د پکتیا ولایت د احمدخيلو ولسوالۍ د ځاځيو قومي مشرانو په دې وروسته کې د کم ولور د اخستو په اړه پرېکړه کړې. د دغې پرېکړې په نتیجه کې د ولور اندازه له ۳۰۰ زره افغانیو لږه ټاکل شوې. د قومي مشرانو پرېکړه ده چې له سرغړوونکي سره به اړیکې پرې او ۱۵ لکه افغانۍ په د ناغې په توګه قوم ته ورکوي.
د احمدخېلو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، وړاندې له دې تر ۱۲ لکه افغانيو ولور اخستل کېده او د دې تر څنګ به د واده په مراسمو کې هم تر درې لکو افغانيو لګښت کېده، خو اوس به يوازې ۳۰۰ زره افغانۍ د زوم د کورنۍ له لورې د نجلۍ کورنۍ ته د ولور په نوم ورکول کېږي او بس.
د سيمې اوسېدونکي او ځوانان وايي چې د قومي مشرانو پر دغې پرېکړې خوشاله دي. د احمد خیلو ولسوالۍ اوسېدونكى بهايي جان وايي:(( دلته ډېر ځوانان او پېغلې د زيات ولور له کبله زاړه شول، خو ودونه يې ونه کړل.)) د دغې ولسوالۍ بل اوسېدونكى شېرحسن هم ورته خبره كوي او وايي چې دوى دلته تړون کړی او نور به هېڅوک له درې لکه افغانيو زيات ولور وانخلي.
د پکتيا زرګونه ځوانان عربي نړۍ او نورو هېوادونو كې په دې هدف کلونه کلونه مساپرۍ كوي چې د ولور لپاره پيسې وګټي. مسافر ځوانان چې له يوې خوا ډېر عمر په سفر تېروي، له بلې خوا د پرديو هېوادونو له لوري د مرګ تر حده ځورول کېږي.
د احمدخيلو د قومي مشرانو له پرېکړې مدني فعالانو هم هرکلی کړی او وايي، د ولور د کمښت عمده ګټه به دا وي چې ځوانان له مساپرۍ راوګرځوي. د دغې ولسوالۍ اوسېدونکی او مدني فعال عرفات وايي: (( زموږ ډېری ځوانان عربي هېوادونو ته د ولور په ګټلو پسې ورک دي، دلته مخکې ۱۲ لکه افغانۍ ولور و، خو اوس خوشبختانه دا تړون وشو او دا به د نجونو او هلکانو ډېرې ستونزې راکمې کړي.))
د مدني هڅو د فعالانو په نظر، که چېرته د ناوړه دودونو او کړنو په اړه قومي تړونونه زیات شي، نو د ډېرو ټولنيزو ستونزو د راکمولو په برخه کې به ګټور تمام شوي وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


