ads

افغانستان؛ د خبریالانو لپاره ناامنه هېواد

۱۳۹۲كال تېر شو او د ۱۳۹۳ كال سر دى، خو شواهد ښيي چې دغه كلونه له خپل پاى او پيل سره سم په افغانستان كې د خبريالانو پر وړاندې له تاوتريخوالي او ځاني تاوانه ډك كلونه دي. ځكه له تېرو څو اوونيو راهيسې د سرينا هوټل په شمول دا څوېمه پېښه ده چې په کې […]

نویسنده: TKG
9 وری 1393
افغانستان؛ د خبریالانو لپاره ناامنه هېواد

۱۳۹۲كال تېر شو او د ۱۳۹۳ كال سر دى، خو شواهد ښيي چې دغه كلونه له خپل پاى او پيل سره سم په افغانستان كې د خبريالانو پر وړاندې له تاوتريخوالي او ځاني تاوانه ډك كلونه دي. ځكه له تېرو څو اوونيو راهيسې د سرينا هوټل په شمول دا څوېمه پېښه ده چې په کې ژورنالیستان سرونه

۱۳۹۲كال تېر شو او د ۱۳۹۳ كال سر دى، خو شواهد ښيي چې دغه كلونه له خپل پاى او پيل سره سم په افغانستان كې د خبريالانو پر وړاندې له تاوتريخوالي او ځاني تاوانه ډك كلونه دي. ځكه له تېرو څو اوونيو راهيسې د سرينا هوټل په شمول دا څوېمه پېښه ده چې په کې ژورنالیستان سرونه خوروي.

څو میاشتې وړاندې د کابل په کارته نو سیمه کې د سبا ټلویزیون یوه خبریال په یوه ځانمرګي برید کې ساه ورکړه، ورپسې په تر ټولو باامن سيمه وزير اكبرخان كې سويډنى خبريال نيل هارنر د تومانچې په ډزو ووژل شو، بيا په جلال اباد كې  د پولیسو په لومړۍ حوزې د طالبانو د برید په نتیج کې ملي راډیو ټلویزیون ته زیان ورسېد.

ورپسې د ۱۳۹۲ كال په وروستۍ ورځ سرينا هوټل كې د فرانس پرس افغان خبريال سردار احمد د وسله والو په بريد كې له خپلو اولادونو او مېرمنې سره ووژل شو.

تر دې پېښې دوه ورځې تېرې لا نه وې تېرې چې د ننګرهار په كامه ولسوالۍ كې د قلم په نوم سيمه ييزه راډيو له خپلو ټولو امكاناتو سره په بمونو والوزول شوه.

قلم راډيو په كامې ولسوالۍ كې له غرمې وروسته څلور ساعته ټولنيز، سياسي او ديني نشرات لرل او د مسوولينو په وينا يې د ودانۍ تر نړيدو وروسته يې ادارې ته يوازې د تخنيكي وسايلو په برخه كې ۲۵ زره ډالر تاوان رسېدلى دى.

دغو بريدونو خبريالان د خپل امنيت په اړه سخت اندېښمن كړي او  د خبريالانو ټولنو د ورته پېښو د غندلو په هدف سختې څرګندونې هم كړي. په ختيځ كې د ژورنالیستانو او ليكوالو د  خپلواكې ټولنې مشر لال پاچا ازمون وايي، دوى ته په هېڅ صورت نه ده منظوره چې د جګړې ښكېلې غاړې د خپل زړه بړاس له خبريالانو او رسنيو څخه پر دوى د بريدونو له لارې وباسي.

د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې مشر صديق الله توحيدي د افغان خبريال سرداراحمد او د هغه د كورنۍ د وژل كېدو په غبرګون وويل، په کابل سرینا هوټل باندې حملې ثابته کړه چې د خپلو ژمنو پر خلاف  طالبان په بې رحمۍ سره ملکي خلک په نښه کوي.

هغه د تېرې اوونۍ په سر کې د سرينا هوټل د پېښې په اړه چې طالبانو يې پړه پر غاړه واخسته، خبري كنفرانس ته وويل، د دې پېښې په غبرګون كې رسنۍ بايد تر دوو اوونيو د طالبانو خبرونه تحريم كړي.

توحيدي همدا راز روان ۲۰۱۴ میلادي  کال  د خبریالانو لپاره یو خونړۍ کال بولي او زیاتوي، د دې کال په لومړیو دوو میاشتو کې د يو بهرني خبريال په شمول ۴ خبریالان شمول وژل شوي: (( تېر كال له خبريالانو سره د تاوتريخوالي ۷۶ پېښې موږ سره ثبت کړې دي، خو سږ كال وضعيت ته په كتو اندېښنې نورې هم په زياتېدو دي.))

دا په داسې حال كې ده چې د چارو شنونكي هم د خبريالانو د ژوند پر وړاندې ګواښونو ته اندېښمن دي او وايي، حكومت له پيله تر اوسه د خبريالانو د ژوند خونديتوب ته كار نه دى كړى.

ډاكټر سديس نيازى همدا خبره كوي او وايي، د سرينا هوټل په پېښه كې د يو خبريال د كورنۍ وژل كېدو د ښكېلو غاړو پر ژمنتياو شكمن كړى دى: (( يو خبريال چغې وهي چې زه افغان يم، خو هغه له بچيانو سره وژل كېږي. بيا طالبان د ټولو تلفاتو پړه پر غاړه اخلي خو د خبريال د كورنۍ وژل نه مني. دا كوم منطق دى؟ بلخوا ته دولت هم ملامت دى تر اوسه يې په يوه بريد كې هم څوك له مخالفو وسله والو ژوندى ونه نيو، څو معلومه شي چې د پېښې حقيقت او ريښه څه ده، خو په پېښه كې بريدګر ووژل شي او دوسيه يې له مرګ سره سم وتړل شي.))

دى وايي، د بې دفاع ملكيانو او خبريالانو وژنه د بريدګرو له قصدي عمل څخه پرته بل حقيقت نه لري، خو دولت ته پكار دي چې كه د دغه ډول بريدونو مخنيوى نه شي كولى، كم تر كمه له هر بريد وروسته لږ تر لږ ځینې وسله وال ژوندي ونيسي، څو جوته شي چې بريد له كومه ځايه پلان شوى او په پېښه كې څوك څوك لاس لري؟

د ننګرهار يو تن ځوان ژورنالیست ارشاد رغاند هم ورته خبره كوي، خو دى پر دولت هم انتقاد كوي چې تېر كال د خبريالانو پر وړاندې د وهلو ډبولو اكثره پېښې د دولتي كسانو په اړه ثبت شوي دي: (( وهل ډبول، د كانديدانو لخوا د خبريالانو سپكاوى او په لوى سر كې د وسله والو په بريدونو كې د خبريالانو وژنه، هغه څه دي چې د وروستيو كلونو لويه لاسته راوړنه يعنې د بيان ازادي يې ننګولې ده. زه وايم د دې مظلوم قشر وژنه او ګواښنه د مسئلې حل نه دى، بلكې دا كار كه هر لورى كوي، نو د ځان پر وړاندې ولسي چلنجونه ډېروي.))

دا په داسې حال كې ده چې د  افغانستان ملي امنيت شورا ويلي، د كابل سرينا پر هوټل بريد بهرنيو استخباراتو پلان كړى، د ملي امنيت شورا په يوه خبرپاڼه كې وايي: ((…شواهد او ارزونې د دې څرګندوى دي چې یو پاکستاني ډیپلومات څه موده مخکې د سرینا هوټل له سپورتي کلب څخه د استفادې لپاره هوټل ته تګ راتګ کاوه او د دغه هوټل د دهلېزونو فلمونه يې اخستي دي.))

د خبرپاڼې په یوه برخه کې د کورنیو چارو د وزیر په قول ویل شوي چې د استخباراتي راپورونو له مخې په وروستیو کې د پاکستان په یو شمېر مدرسو کې لویې غونډې جوړې شوي او برخه والو يې ژمنه كړې چې له هرې ممکنې لارې به هڅه کوي، په افغانستان کې د انتخاباتو مخه ونیسي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA