د پاکستان لومړى وزير نواز شريف وايي، هېواد يې افغانستان سره ښې اړيکې لري او په دې هېواد کې سوله او ټيکاو نه يوازې د پاکستان، بلکې د ټولې سيمې په ګټه دى.
د پاکستان لومړى وزير نواز شريف وايي، هېواد يې افغانستان سره ښې اړيکې لري او په دې هېواد کې سوله او ټيکاو نه يوازې د پاکستان، بلکې د ټولې سيمې په ګټه دى.
د نوموړي په وينا، په پاکستان کې يې د حکومت په راتګ سره له افغانستان سره اړيکې غوړېدلي او دوى نه غواړي، چې له دې هېواد سره يې دوستانه اړيکې خرابې شي.
نواز شريف دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ د هالنډ په هېګ ښار کې د امريکا د بهرنيو چارو له وزير جان کېري سره تر کتنې وروسته له رسنيو سره په خبرو کې کړې دي.
هغه همدارنګه ويلي، چې د تېرکال په نومبر کې يې کابل ته سفر له افغان حكومت سره د دوه اړخيزو اړيکو د لا پراختيا په هدف و.
د پاكستان لومړى وزير دا څرګندونې په داسې حال كې كوي، چې افغان حكومت د کابل پر سرينا هوټل د بريد پړه د پاکستان پر غاړه اچولې، خو د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت د کابل پر سرينا هوټل بريد کې هر ډول لاس لرل رد کړي او په دې اړه يې د افغان چارواکو ادعاوې خواشينوونکې بللې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

