د امريكا متحدو ايالتونو د جمهوررئيس حامد كرزي پر هغه ملاتړ ناخوښي ښودلې، چې په دې وروستيو كې يې له روسيې سره د اوکراين د کريميا سيمې د يو ځای کېدو په اړه ښودلى و.
د امريكا متحدو ايالتونو د جمهوررئيس حامد كرزي پر هغه ملاتړ ناخوښي ښودلې، چې په دې وروستيو كې يې له روسيې سره د اوکراين د کريميا سيمې د يو ځای کېدو په اړه ښودلى و.
جمهوررئيس حامد کرزي څو ورځې وړاندې په کريميا کې له روسيې سره د دې سيمې د يو ځاى کېدو په اړه د ترسره شوې ټولپوښتنې له نتايجو ملاتړ وکړ او په دې توګه يې په دې مسئله کې د هغو ټولو لوېديزو هېوادونو د دريځ خلاف دريځ ونيوه، چې په تېرو دولس کلونو کې يې په افغانستان کې د نوموړي د حکومت ملاتړ کړى دى.
د امريکا د دفاع وزارت وياند جان کربي د دوشنبې په ورځ په پنټاګون کې وويل، د جمهوررئيس حامد کرزي دا ډول دريځ او څرګندونې، چې په راتلونکې مياشت کې له واک څخه ګوښه کېدو ته چمتووالى نيسي، ګټورې نه دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


