ads

لاذقيه کې د بشارالاسد د تره زوى وژل شوى

د سوريې شمال لوېديځ لاذقيه ښار کې د جمهور رئيس بشار الاسد د تره زوى هلال الاسد له خپلو اوو ملګرو سره يوځاى له النصرت جبهې سره په نښته کې وژل شوي دي. د سوريې شمال لوېديځ لاذقيه ښار کې د جمهور رئيس بشار الاسد د تره زوى هلال الاسد له خپلو اوو ملګرو سره […]

نویسنده: TKG
4 وری 1393
لاذقيه کې د بشارالاسد د تره زوى وژل شوى

د سوريې شمال لوېديځ لاذقيه ښار کې د جمهور رئيس بشار الاسد د تره زوى هلال الاسد له خپلو اوو ملګرو سره يوځاى له النصرت جبهې سره په نښته کې وژل شوي دي.

د سوريې شمال لوېديځ لاذقيه ښار کې د جمهور رئيس بشار الاسد د تره زوى هلال الاسد له خپلو اوو ملګرو سره يوځاى له النصرت جبهې سره په نښته کې وژل شوي دي.

د سوريې حکومتي ټلويزيون ويلي، چې هلال لاذقيه کې د بشارالاسد د ملاتړو ځواکونو د ملي دفاع د څانګې مشر و.

د سوريې د بشري حقونو د ډلې مشر رامي عبدالرحمن ويلي، چې هلال له خپلو اوو ملګرو سره يوځاى وژل شوى دى.

دى زياتوي، چې نښتې ډېر دوام کړى، خو د حکومت ځواکونو يې د وژنې د غچ اخيستلو ګواښ كړى دى.

د لاذقيې کليوالې سيمې له ډېر وخت راهيسې د حکومتي ځواکونو او مخالفينو ترمنځ د جګړو شاهدې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA