په عراق كې پرون څو بمي بريدونو ١٦ تنه وژلي دي. پوليس وايي، د بريدونو پيل په شمالي ښار تکريت کې د سړک غاړې بم په چاودنې سره وشو. څو دقيقې وروسته، چې سيمې ته د څېړنو لپاره پوليس راورسېدل بله چاودنه وش
په عراق كې پرون څو بمي بريدونو ١٦ تنه وژلي دي.
پوليس وايي، د بريدونو پيل په شمالي ښار تکريت کې د سړک غاړې بم په چاودنې سره وشو.
څو دقيقې وروسته، چې سيمې ته د څېړنو لپاره پوليس راورسېدل بله چاودنه وشوه، چې چارواکي وايي، پنځه پوليس او دوه ملکي وګړي يې ووژل.
د بغداد د شمال په ١٠٠ کيلو مټرۍ عديم ښارګوټي کې پر يوې امنيتي پوستې ځانمرګى بريد شوى، چې له كبله درې ملكي وګړي او درې پوليس وژل شوي دي.
بلخوا شمالي ښار موصُل ته نژدې د سړک غاړې بمي چاودنې يوه پوځي پوسته په نښه کړه، چې دوه سرتېري يې ووژل.
په جنوبي ښار بَصره کې بيا د ډزو په تبادله کې يو پوليس افسر وژل شوى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


