ads

خوشې شوي طالبان چېرته دي؟

څه موده وړاندې د سولې د عالي شورا په هڅو د پاكستان له زندانونو نږدې ۴۰ تنه طالب بندیان راخوشې شول. د پاكستان حكومت په خوشې شويو طالبانو كې د ملا برادر نوم هم واخست او هغه مهال يې افغان دولت د سولې لپاره په خوشې كېدو هيله مندي ښودلې وه، خو اوس د سولې […]

نویسنده: TKG
3 وری 1393

څه موده وړاندې د سولې د عالي شورا په هڅو د پاكستان له زندانونو نږدې ۴۰ تنه طالب بندیان راخوشې شول. د پاكستان حكومت په خوشې شويو طالبانو كې د ملا برادر نوم هم واخست او هغه مهال يې افغان دولت د سولې لپاره په خوشې كېدو هيله مندي ښودلې وه، خو اوس د سولې عالي

څه موده وړاندې د سولې د عالي شورا په هڅو د پاكستان له زندانونو نږدې ۴۰ تنه طالب بندیان راخوشې شول. د پاكستان حكومت په خوشې شويو طالبانو كې د ملا برادر نوم هم واخست او هغه مهال يې افغان دولت د سولې لپاره په خوشې كېدو هيله مندي ښودلې وه، خو اوس د سولې عالي شورا مسوولين وايي، خوشې شويو طالبانو تر اوسه د سولې له پروسې سره هېڅ ډول همكاري او مرسته نه ده كړې.

د دې شورا د نړيوالو اړيكو مشاور محمد اسماعيل قاسميار وايي، په دې برخه كې يې توقعات قطع شوي، ځكه د پاكستان له زندانونو خوشې شويو طالبانو ورسره تر اوسه هېڅ اړيكه نه ده نيولې: (( وجه يې دا ده چې پاكستاني مقاماتو د طالبانو په خوشې كولو كې له موږ سره كړې ژمنې او ميكانيزم په سمه توګه نه دى عملي كړى، ځكه نو طالبانو هم له زندانه تر خوشې كېدو وروسته د سولې ګام نه دى پورته كړى.))

دى وايي كه د سولې شورا له خوا پاكستان سره د شويو توافقاتو په اساس طالبان خوشې او بيا د سولې سفيران ګرځېدلي واى، نو دوى به د طالبانو د مشرانو تر منځ له خپل نفوذ څخه په مثبته ګټه اخستنه، خپل ملګري سولې ته رابللي او خبرو ته به يې لار اواره كړې وای: (( خو اوس ګورو چې نتايج زموږ له هيلو سره سم نه راوځي. نه هم دغو كسانو د سولې د خبرو په اړه تماس نيولى.))

قاسميار زياتوي، پاكستان د افغان سولې په مسئله كې د طالبانو په خوشې كولو  کې خپله دلچسپي وښوده، خو عملي ګامونه يې لا هم نه دي اخستي.

بلخوا د طالبانو د حكومت پخوانۍ څېره مولوي قلم الدين وايي، شايد خوشې شويو طالبانو ځكه د سولې په اړه تماسونه نه وي نيولي چې دوى لا هم په يو نه يو ډول د پاكستان تر نفوذ او ولكې لاندې دي: (( د پاكستان نيك نيت به هغه وخت معلوم او افغان دولت به يې احسان منلى وای چې دوى زنداني طالبان د سولې د عالي شورا پلاوي ته ځاى پر ځاى تسليم كړي واى. خو چې دا كار نه دى شوى، نو معلومه ده چې پاكستان يوازې يو نمايشي حركت وكړ.))

مولوي قلم الدين وايي: (( د دې امكان هم شته چې پاكستان خوشې شويو طالبانو ته امر كړى وي چې د سولې په برخه كې به هېڅ ډول همكاري نه كوي. كه دا كار كوي، نو د پاكستان لپاره به يې ترسره كوي.))

د چارو كارپوه ډاكټر سديس نيازى هم پورتني امكانات نه ردوي او وايي،  پاكستان دغو طالبانو ته لا هم بشپړه ازادي نه ده وركړې، بلكې په خپله ګټه يې راڅرخوي او هر ګام يې څاري: (( مخكې اوازې وې چې دا طالبان به بېرته خپلو ليكو ته تللي وي، خو زما نظر دا دى چې دوى بشپړ ازاد نه دي، كه دي بيا نو د خبرو اجازه نه لري. تاسو به خبر ياست چې ملا برادار اوس هم د پاكستان تر سخت څار لاندې دى، هغه به نو اوس څنګه د سولې په اړه تماسونه ونيولى شي؟ زه وايم پاكستان ملا برادر د خپلې ګټې لپاره خوشې كړى چې د پاكستان طالبان پرې ځانته مات كړي، كه داسې نه وي، نو بيا يې ولې زموږ سوله خوښوونكي ملايان په كوټه او پېښور كې ووژل؟ او ولې يې ملا برادر افغانستان ته ونه سپاره؟))

سديس اسلام اباد ته د سولې عالي شورا د پلاوي پر سفر هم نيوكه كوي او زياتوي، دغه پلاوي له پاكستانه جدي غوښتنې ونه كړې او نه يې هم تر دغه سفر وروسته نړيوالو ته د پاكستان د عملي اقداماتو راپور وركړ: (( پاكستان په دې فرضي اقدام نړيوالو ته وښوده چې په افغان سوله كې رول لوبوي، مګر زموږ د سولې شورا يوازې دې كار ته هيله مندي څرګنده كړه او نور يې يوه پښه په بله واړوله، تر دغه سفر وروسته ما د سولې د شورا داسې كوم كاري راپور ونه ليد چې په هغه كې يې د پاكستان د عملي همكارۍ په اړه جزیيات وركړي وي، يا يې د دغه هېواد ناغېړيو ته اشاره كړې وي.))

د سولې په برخه كې د پاكستان له زندانه د خوشې شويو طالبانو نه همكارۍ ته په داسې وخت كې ګوته نيول كېږي چې څه موده وړاندې يو شمېر ادارو راپور وركړ چې دغه طالبان بېرته خپلو ليكو ته ستانه شوي او په جګړه كې برخه اخلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA