ads

هند د وسلو تر ټولو ستر پېرېدونكى دى

له تېرو پنځو كلونو راهيسې هند د خپلو سيالانو پاكستان او چين په پرتله درې برابره ډېرې وسلې پيرلي چې د نړۍ د وسلو د لويو پيرېدونكو هېوادونو په سر كې ځاى لري. له تېرو پنځو كلونو راهيسې هند د خپلو سيالانو پاكستان او چين په پرتله درې برابره ډېرې وسلې پيرلي چې د نړۍ […]

نویسنده: TKG
27 کب 1392
هند د وسلو تر ټولو ستر پېرېدونكى دى

له تېرو پنځو كلونو راهيسې هند د خپلو سيالانو پاكستان او چين په پرتله درې برابره ډېرې وسلې پيرلي چې د نړۍ د وسلو د لويو پيرېدونكو هېوادونو په سر كې ځاى لري.

له تېرو پنځو كلونو راهيسې هند د خپلو سيالانو پاكستان او چين په پرتله درې برابره ډېرې وسلې پيرلي چې د نړۍ د وسلو د لويو پيرېدونكو هېوادونو په سر كې ځاى لري.

د سوېډن د سولې څېړنيز مركز د معلوماتو له مخې د تېرو پنځو كلونو په پرتله د هند د وسلو د پېرېدنې مجموعي حجم ۱۴ فيصده زياتوالى ښيي.

د دې مركز د څېړنو په اساس د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۸ كلونو په پرتله د هند له لورې د لويو وسلو په رانيولو كې ۱۱۱ فيصده لوړوالى راغلى، چې دا په نړيواله كچه د درنو وسلو د پېرودونكو په پرتله له ۷ تر ۱۴ فيصده پورې زياتوالى ښيي.

سرچينه وايي هند كابو ۷۵ فيصده وسلې له روسيې رانيولي او ورسيه له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۳ پورې هند ته د وسلو ستر صادرونكى هېواد دى چې د روسيې په مرسته په عصري سيسټم د خپلو وسلو د سمبالولو په برخه كې د دواړو هېوادونو د همكاريو تاريخ د سړې جګړې دورې ته ورګرځي.

په ياده موده كې د هند دوديز سيال پاكستان د وسلو په رانيولو كې له ۲ فيصده تر ۵ فيصده پورې زياتوالى راغلى.

بلخوا له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۳ كاله پورې امريكا په نړيواله كچه د ۲۹ فيصده وسلو په صادرولو د نړۍ د وسلو د ستر صادرونكي هېواد په تو ګه په سر كې ځاى لري، ورپسې روسيه د ۲۷ فيصده صادراتو په درلودو دويم، جرمني په ۷ فيصده صادراتو دريم، چين د ۶ فيصده صادراتو څلورم او فرانسه د ۵ فيصده صادراتو په درلودو پنځم ځاى لري چې په مجموعي توګه ياد هېوادونه د نړۍ ۷۴ فيصده وسلې صادروي.

د ياد څېړنيز مركز د مالوماتو له مخې د وسلو د سترو پېرودونكو په لړ كې تر هند وروسته چين، پاكستان، متحده عربي امارات او سعودي عربستان په ترتيب سره دويم، دريم، څلورم او پنځم ځاى لري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA