امريكا له پاكستاني چارواكو سره دې هېواد ته د يوشمېر زغره والو پوځي تجهيزاتو د سپارلو په اړه خبرې كوي. امريكا اوس مهال په افغانستان كې د ۷ مليارده ډالرو په ارزښت زغره وال پوځي تجهيزات لري چې په پام كې ده د روان ميلادي كال ترپايه يې له دې هېواده
امريكا له پاكستاني چارواكو سره دې هېواد ته د يوشمېر زغره والو پوځي تجهيزاتو د سپارلو په اړه خبرې كوي.
امريكا اوس مهال په افغانستان كې د ۷ مليارده ډالرو په ارزښت زغره وال پوځي تجهيزات لري چې په پام كې ده د روان ميلادي كال ترپايه يې له دې هېواده وباسي.
واشنګټن پوست ورځپاڼې په يوه خپاره كړي مطلب كې ويلي، امريكا غواړي چې د دغو تجهيزاتو لويه برخه د پاكستان له لارې ولېږدوي.
ورځپاڼه زياتوي چې پاكستاني او امريكايي چارواكي پاكستان ته په وړيا توګه د يو شمېر هغو زغروالو ټانګونو د وركولو پر سر بحثونه كوي چې امريكا يې بېرته وړلو ته زړه نه ښه كوي.
سرچينې د يوه پاكستاني چارواكي له قوله چې د نوم نه ښودو په شرط يې خبرې كړي ويلي هېواد يې له امريكا دغه زغره وال پرمختللي ټانګونه ځكه غواړي چې په خبره يې له ترهګرۍ سره په مبارزه كې ورته اړيتا لري.
امريكا د پاكستان د وسلو ستر سمبالونكى دى خو په ۲۰۱۱ كال كې اسلام اباد ته څېرمه د القاعده د مشر تر وژل كېدو وروسته دغه همكاري ټكنۍ شوې ده.
امريكا ويلي چې خپل پوځي زغره وال تجهيزات افغان ځواكونو ته ځكه نشي وركولى چې ترې د ګټې اخيستنې ظرفيت نه لري.
هغه زغروال ټانګونه چې پاكستان پرې سترګې خښې كړي په نړۍ كې د خپل ډول پرمختللي هغه دى چې د۴۰ ټنه وزن په لرلو د لويو چاودنو او ماينونو په وړاندې خورا غښتلي دي.
امريكا دا ډول ۱۳۰۰۰ ټانګونه لري چې ۱۶۰۰ اوس مهال په افغانستان كې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


