ads

کريميا کې نن ټولپوښتنه ترسره كېږي

د اوکراين د کريميا په سيمه کې، چې ټاکل شوې ده د روسيې د يو ځاى کېدو په اړه په کې نن ټولپوښتنه وشي، حالات خورا ترينگلي دي. اوکراين او لوېديځ متحدين يې دغه ټولپوښتنه ناقانونه بولي، خو له دې سره سره اټکل کېږي، چې ډېر ژر د رايو مرکزونه په کې پرانيستل شي. د […]

نویسنده: TKG
25 کب 1392
کريميا کې نن ټولپوښتنه ترسره كېږي

د اوکراين د کريميا په سيمه کې، چې ټاکل شوې ده د روسيې د يو ځاى کېدو په اړه په کې نن ټولپوښتنه وشي، حالات خورا ترينگلي دي. اوکراين او لوېديځ متحدين يې دغه ټولپوښتنه ناقانونه بولي، خو له دې سره سره اټکل کېږي، چې ډېر ژر د رايو مرکزونه په کې پرانيستل شي.

د اوکراين د کريميا په سيمه کې، چې ټاکل شوې ده د روسيې د يو ځاى کېدو په اړه په کې نن ټولپوښتنه وشي، حالات خورا ترينگلي دي.

اوکراين او لوېديځ متحدين يې دغه ټولپوښتنه ناقانونه بولي، خو له دې سره سره اټکل کېږي، چې ډېر ژر د رايو مرکزونه په کې پرانيستل شي.

د کريميا دوه ميليونه وگړي بايد يا له روسيې سره يوځاى کېدو او ياهم د پراخې کورواکۍ ترمنځ يو انتخاب کړي .

د شنبې په ورځ روسيې په ملگرو ملتونو کې د امنيت شورا هغه پرېکړه ليک ويټو يا رد کړ، چې کريميا کې يې ټولپوښتنه ناقانونه بللې ده.

د امريکا د متحده ايالاتونو له لوري وړاندې شوې دغې طرحې نه د امنيت شورا ديارلسو غړو ملاتړ وکړ.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA