د پاكستان د خيبر پښتونخوا ايالت مرکزي ښار پېښور کې يوې محکمې ډاكټر شکيل اپريدي ته، چې د اسامه بن لادن د ځاى معلومولو کې يې مرسته کړې وه، د بند سزا لس کاله کمه کړې ده.
د پاكستان د خيبر پښتونخوا ايالت مرکزي ښار پېښور کې يوې محکمې ډاكټر شکيل اپريدي ته، چې د اسامه بن لادن د ځاى معلومولو کې يې مرسته کړې وه، د بند سزا لس کاله کمه کړې ده.
محکمې دغه حکم د ډاکټر اپريدي له لوري پر دغې قضيې له بيا غور غوښتنې وروسته کړى دى.
محکمې پر نوموړي لګول شوې مالي جريمه کې هم د سل زرو پاكستاني روپيو کمولو حکم کړى دى.
پاکستان پر شکيل اپريدي تور لګولى، چې په اېبټ اباد کې يې د اسامه بن لادن شته والي ثابتولو کې د مرستې لپاره د واکسين جعلي پروګرام جوړ کړى و.
د شکيل اپريدي په وړاندې بيا د ۳۳ کلونو بند او ۳ سوه زره روپيو جريمې حکم وشو.
اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ کال په مې مياشت کې د ځانګړو امريکايي ځواکونو له لوري ووژل شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


