ads

شعار که عمل؟

كه څه هم په دې وروستيو كې له امنيتي ستونزو سره سره په ټاكنو كې د دولتي چارواكو لخوا د لاسوهنې اندېښنې او له مشخصو كانديدانو څخه د چارواكو د ملاتړ شواهد زيات شوي، خو د ټاکنو خپلواک کمسيون بيا وايي، هغه چارواکي به له دندو ګوښه او يا به يې دندې وځنډول شي چې […]

نویسنده: TKG
24 کب 1392
شعار که عمل؟

كه څه هم په دې وروستيو كې له امنيتي ستونزو سره سره په ټاكنو كې د دولتي چارواكو لخوا د لاسوهنې اندېښنې او له مشخصو كانديدانو څخه د چارواكو د ملاتړ شواهد زيات شوي، خو د ټاکنو خپلواک کمسيون بيا وايي، هغه چارواکي به له دندو ګوښه او يا به يې دندې وځنډول شي چې د

كه څه هم په دې وروستيو كې له امنيتي ستونزو سره سره په ټاكنو كې د دولتي چارواكو لخوا د لاسوهنې اندېښنې او له مشخصو كانديدانو څخه د چارواكو د ملاتړ شواهد زيات شوي، خو د ټاکنو خپلواک کمسيون بيا وايي، هغه چارواکي به له دندو ګوښه او يا به يې دندې وځنډول شي چې د جمهوري رياست د کانديدانو د ټاکنيزو مبارزو په غونډو کې ګډون کوي.

د ټاكنو د خپلواك کمسيون مسوولين وايي، كه دولتي لوړ پوړي چارواكي د كانديدانو غونډو ته ځي، نو دا په ښكاره د جمهور رئيس له هغه فرمان څخه سرغړونه ده چې دولتي چارواكي په هېڅ وخت كې د كوم كانديد پلوي نه شي كولى.

د دې كمسيون وياند نور محمد نور له دغه ډول چارواكو سره د قانوني چلند غوښتنه كړې او زياتوي كه په دې برخه كې د كوم چارواكي په اړه كره شواهد او مدارك ترلاسه كړي، دوى به يې په اړه اقدام وکړي: (( د ټاکنو خپلواک کمسيون، جمهور رئيس او د ۱۱ کاندیدانو په ګډه غونډه کې پرېکړې شوې، که دولتي چارواکي له دولتي امکاناتو څخه د یو کاندید په ګټه یا ضرر کار واخلي، باید کره اسناد یې د انتخاباتو د کمسیون په ذریعه جمهور رئيس ته وسپارل شي، څو هغه چارواکی چې د جمهور رئيس په حکم مقرر شوی، له دندې لرې کړي.))

دا په داسې حال كې ده چې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاكنو موسسه فيفا وايي، د هغو چارواكو نومونه به ډېر ژر افشا كړي چې د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو لپاره د كانديدانو كمپاينران دي او د دې كار لپاره له دولتي امكاناتو ګټه پورته كوي.

د فيفا اجرائيوي مشر جانداد سپين غر وايي، په دغه ډله كې اكثره سيمه ييز چارواكي شامل دي او بايد مخنيوى يې وشي، خو د ټاكنو كمسيون د دارلانشاء مشر ضياءالحق امرخېل بيا وایي په دا ځل ټاكنو كې یې د ورته ستونزو د مخنیوي په هدف كلك ګامونه پورته کړي دي.

د امرخېل په وينا، په ټاكنيزو چارو كې د يو شمېر چارواكو د لاسوهنې او له كانديدانو د ملاتړ خبر وررسېدلى، خو دوى لا په دې كار كوي چې خبرونه او شواهد په كره ډول جمهوري رياست ته وړاندې كړي: (( د ټاکنو کمسیون د ټولو خواو يعنې حکومت، مدني ټولنو، رسنیو او کاندیدانو مرستې ته اړتيا لري. اما د حکومت مداخله یوه موضوع ده. د ټاکنو خپلواک کمسیون په دې تاکید کوي چې دا ځل به هېچا ته د لاس وهنې اجازه ور نه کړي. ولس دې په دې ډاډه وي، كه څوك مداخله كوي، نو څېرې به  يې د افغانستان خلکو ته ور وپېژنو، پر وړاندې به يې ودرېږو، ولس به پرې خبر كړو او مرسته به ترې وغواړو.))

بلخوا منتقدين د ټاكنو د كمسيون وروستى خبردارى د هركلي وړ بولي، خو زياتوي، په ټاكنو كې له كانديدانو د دولتي چارواكو د ملاتړ ممانعت بايد شعاري نه، بلكې عملي بڼه ولري.

دوى وايي، په دې برخه كې د جمهور رئيس دا فرمان هم چې حکومتي چارواکي دې، په انتخاباتي مبارزو کې بې طرفه پاتې شي او د هېڅ یوه مشخص کاندید په ګټه او زیان دې فعالیت نه کوي. هغه وخت مؤثر تمامېداى شي چې دولت يې په مقابل كې مجازات هم وركړي.

مدني فعال زاهد خاكسار په همدې ټكي ټينګار كوي: (( څه موده وړاندې لس پوليس افسران له دندو وشړل شول، مګر لسګونه اداري چارواكي او رئيسان ما اوس هم ليدلي چې د مشخصو كانديدانو غونډو ته ځي، پيسې وركوي او سر له اوسه په ټاكنو كې د مشخصو كانديدانو لپاره د درغلۍ دسيسې جوړوي. زه وايم هر ډول چارواكى بايد له مجازاتو مستثنا نه شي. نه يې هم زور د دې سبب شي چې څوك ورته څه ونه وايي. كه داسې شي نو رښتيا به هم ډموكراټيك انتخابات ولرو.))

قاضي عبداللطيف چې تېر ځل د ټاكنو د كمسيون لخوا سيمه ييز مسووليت ور په غاړه و، د سيمه ييزو چارواكو مداخلې ته اندېښنه لري، نوموړى په دې اړه خپلې اوسنۍ او تېرې تجربې رامخته كوي او وايي، په تېرو ټاكنو كې اكثره ولسوالان او امنيتي چارواكي د كانديدانو په ګټه اخته وو: (( ولسوال يو كانديد او قومندان بيا بل كانديد ته كار كاوه، دوى اوس هم د تېر په څېر فكر لري، زه په خپله ولسوالۍ كې داسې اوازې اورم چې كه امنيتي وضعيت ښه پاتې نه شي، نو محلي چارواكي ورته ځكه خوشاله دي چې د صندوقونو په ډكولو به سوداوې وكړي. په داسې حالاتو كې د ټاكنو كمسيون كومو شواهدو ته په تمه دى؟ خو څارونكي يې بايد له وخته ګمارلي او تر اوسه يې لسګونه ولسوالان ګوښه كړي واى، مګر متاسفانه داسې نه دي شوي، يعنې شعار شته، خو عمل نه.))

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA