ads

د كركټ ملي لوبډله نن له هالنډ سره لوبه كوي

ټاكل شوې ده، چې نن د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د کرکټ د شل اوريز نړيوال جام سياليو ته د چمتووالي لپاره خپله لومړۍ تمريناتي لوبه له هالنډ سره ترسره كړي. ټاكل شوې ده، چې نن د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د کرکټ د شل اوريز نړيوال جام سياليو ته د چمتووالي لپاره […]

نویسنده: TKG
21 کب 1392

ټاكل شوې ده، چې نن د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د کرکټ د شل اوريز نړيوال جام سياليو ته د چمتووالي لپاره خپله لومړۍ تمريناتي لوبه له هالنډ سره ترسره كړي.

ټاكل شوې ده، چې نن د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د کرکټ د شل اوريز نړيوال جام سياليو ته د چمتووالي لپاره خپله لومړۍ تمريناتي لوبه له هالنډ سره ترسره كړي.

افغان لوبډله به د راتلونكې جمعې په ورځ خپله دويمه لوبه د زمبابوې په وړاندې ترسره كړي.

د افغانستان د كركټ بورډ مرستيال اجرايوي مشر دوست محمد نظري كليد ته وويل، چې د دې لوبو له ترسره كېدو وروسته به د كركټ د شل اوريز نړيوال جام سياليو لپاره افغان لوبډله وټاكل شي.

نظري همدارنګه وويل، د كركټ د شل اوريز نړيوال جام سياليو لپاره د يوې ښې لوبډلې د ټاكلو په هدف په دې دوستانه لوبو كې د يو شمېر لوبغاړو پر ځاى ځينو نورو ته د لوبې كولو چانس وركړل شوى دى.

د کرکټ د شل اوريزو لوبو نړيوالې سيالۍ د مارچ په شپاړسمه پيلېږي او لومړنۍ لوبه به يې د افغانستان او کوربه لوبډلې بنګله دېش ترمنځ وي.

د كركټ ملي لوبډله په الف ګروپ كې له بنګله دېش، نيپال او هانګ کانګ سره سيالي کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA