پاکستان د افغانستان لپاره په کابل کې د محمد صادق پر ځاى نوى سفير ټاکلى دى. په کابل کې د پاکستان سفارت مطبوعاتي اتشه اختر منير پژواک ته ويلي، چې تېره ورځ په کابل کې د محمد صادق د دندې وروستۍ ورځ وه.
پاکستان د افغانستان لپاره په کابل کې د محمد صادق پر ځاى نوى سفير ټاکلى دى.
په کابل کې د پاکستان سفارت مطبوعاتي اتشه اختر منير پژواک ته ويلي، چې تېره ورځ په کابل کې د محمد صادق د دندې وروستۍ ورځ وه.
هغه زياته کړه، چې د بهرنيو چارو وزارت لخوا ابرار حسين د نوي سفير په توګه ټاکل شوى، چې ډېر ژر به کابل ته راشي او خپله دنده به پيل کړي.
د منير په وينا، ابرار حسين تر دې مخکې په کويټ کې د پاکستان سفير و او له هغه مخکې يې په کندهار کې د پاکستان د کونسلر په توګه دنده ترسره کړې ده.
نوموړى همدارنګه وايي، چې نوى سفير د بهرنيو چارو په وزارت کې د افغانستان د څانګې د مسوول په توګه پاتې شوى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


