ads

عراق كې ځانمرګي موټر بم بريد ۴۲ تنه وژلي

په عراق کې پرون د موټر بم ځانمرګي بريد له كبله ۴۲ تنه وژل شوي او ۱۵۰ نور ټپيان دي. عراقي چارواکي وايي، چې بريد كوونكي په الحله ښار کې په چاودېدونکو توكو بار موټر د تلاشۍ په يوه پوسته کې والوځاوه. په عراق کې پرون د موټر بم ځانمرګي بريد له كبله ۴۲ تنه […]

نویسنده: TKG
19 کب 1392
عراق كې ځانمرګي موټر بم بريد ۴۲ تنه وژلي

په عراق کې پرون د موټر بم ځانمرګي بريد له كبله ۴۲ تنه وژل شوي او ۱۵۰ نور ټپيان دي. عراقي چارواکي وايي، چې بريد كوونكي په الحله ښار کې په چاودېدونکو توكو بار موټر د تلاشۍ په يوه پوسته کې والوځاوه.

په عراق کې پرون د موټر بم ځانمرګي بريد له كبله ۴۲ تنه وژل شوي او ۱۵۰ نور ټپيان دي.

عراقي چارواکي وايي، چې بريد كوونكي په الحله ښار کې په چاودېدونکو توكو بار موټر د تلاشۍ په يوه پوسته کې والوځاوه.

رويټرز خبري آژانس د پوليسو د يو افسر له قوله ليکي، چې وايي، د دې موټر لږترلږه پنځوسو مسافرو اور واخيست او د دې مرکز يوه برخه ويجاړه شوه.

د ملګروملتونو د اټکل له مخې، په تېر ۲۰۱۳ کال کې په عراق کې د تاوتريخوالي په پېښو کې څه باندې اته زره او اته سوه کسان وژل شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA