ads

نن سريلانكا او پاكستان د اسيايي سياليو پاى لوبه ترسره كوي

ټاكل شوې ده نن د پنځو هېوادونو تر منځ د كركټ د اسيايي سياليو په پاى لوبه كې سريلانكا او پاكستان سره لوبه وكړي. د دغو سياليو لومړۍ لوبه د تېرې فبرورۍ مياشتې په ۲۶ مه هم د پاكستان او سريلانكا هېوادونو تر منځ ترسره شوې وه.     ټاكل شوې ده نن د پنځو […]

نویسنده: TKG
17 کب 1392
نن سريلانكا او پاكستان د اسيايي سياليو پاى لوبه ترسره كوي

ټاكل شوې ده نن د پنځو هېوادونو تر منځ د كركټ د اسيايي سياليو په پاى لوبه كې سريلانكا او پاكستان سره لوبه وكړي. د دغو سياليو لومړۍ لوبه د تېرې فبرورۍ مياشتې په ۲۶ مه هم د پاكستان او سريلانكا هېوادونو تر منځ ترسره شوې وه.

 

 

ټاكل شوې ده نن د پنځو هېوادونو تر منځ د كركټ د اسيايي سياليو په پاى لوبه كې سريلانكا او پاكستان سره لوبه وكړي.

د دغو سياليو لومړۍ لوبه د تېرې فبرورۍ مياشتې په ۲۶ مه هم د پاكستان او سريلانكا هېوادونو تر منځ ترسره شوې وه.

په سږنيو اسيايي سياليو كې افغانستان، پاكستان، هندوستان، بنګلدېش او سريلانكا لوبډلې برخه درلوده، چې له ډلې يې يوازې سريلانكا او پاكستان په دې وتوانېدل چې پاى لوبې ته لاره پيدا كړي.

په دې سياليو كې سريلانكا څلور واړه لوبې او پاكستان له څلورو درې لوبې ګټلي او دغه راز هند له څلورو دوه، افغانستان له څلورو يوه ګټلې او كوربه هېواد بنګله دېش ټولې لوبې بايللې دي.

بايد وويل شي، چې افغانستان په لومړي ځل په اسيايي سياليو كې ونډه درلوده او په دې وتوانېد، چې لومړۍ درجه لوبډلې ( بنګله دېش) ته ماتې وركړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA