د كب په ۱۳مه د ولايتي شوراګانو لپاره د كانديدانو ښكاره ټاكنيز كمپاينونه پيل شول، په داسې حال كې چې يوه مياشت وړاندې په همدې نېټه د جمهوري رياست لپاره د نوماندانو كمپايني مبارزې هم پيل او تر دا مهاله ښه په درز كې روانې دي.
د كب په ۱۳مه د ولايتي شوراګانو لپاره د كانديدانو ښكاره ټاكنيز كمپاينونه پيل شول، په داسې حال كې چې يوه مياشت وړاندې په همدې نېټه د جمهوري رياست لپاره د نوماندانو كمپايني مبارزې هم پيل او تر دا مهاله ښه په درز كې روانې دي.
خو يوه خبره ډېره ضروري ده چې زموږ انتخاباتي مبارزې بايد په ډيموكراټيكو اصولو ولاړې وي، نه دا چې د يو كانديد كمپاينران د خپلې خوښې نوماند ته د ګټې رسولو په نيت بېروبار جوړ كړي، عام المنفعه ځايونه تخريب كړي، په خپلو وسلو خلك وډار كړي او ولس ته لسګونه ستونزې وزېږوي.
په دې ورځو كې د ښارونو په اكثره ځايونو او واټونو كې ليدل كېږي چې د كانديدانو كمپاينرانو سړكونه بند او عامو ښاريانو ته يې د تګ راتګ ټولې لارې تړلې وي چې په دې كې ځينې عاجل ناروغان پېښېداى او ګڼې نورې ستونزې هم راټوكېدلى شي.
دا يوازې زموږ اندېښنه نه ده، بلكې كارپوهان او د ټاكنو د بهير څارونكي هم په هېواد كې د كمپايني مبارزو روانه سلسله ناسمه او د قانون خلاف بولي. دوى په دې برخه كې د ټاكنو له كمسيون غواړي چې ولس ته د زيان رسوونكو كمپاينونو مخه ونيسي او هغه خلك د قانون منګولو ته وسپاري چې د كمپاين په نوم د اصولو پولې نړوي.
دا چې د څارونكو په نظر كانديدانو د كمپاين كومې اخلاقي پولې نړولي؟ كونړ مېشتى مدني فعال ادريس غروال يې په اړه داسې وايي: (( تاسو كه په دې وخت كې وګورئ، چا د كېلومتر اندازه كولو په بورډونو خپل عكسونه لګولي، چا خپل دفتر ته ورغلې لارې بندې كړي، څوك د ټرافيكي نښو په بورډونو خپل عكسونه لګوي او دېوالونه يا د خلكو د كورونو دروازې خو لا پرېږده… بله دا چې د ټاكنو كمسيون او ښاروالۍ دا كارونه منع كړي دي، بيا كمپاين كوونكي ولې د قانون خلاف كار كوي؟ دا خو په دې معنی ده چې كانديدان يا ملګري يې سر له اوسه قانون ماتوي. كه داسې كوي نو رايه بيا د څه لپاره غواړي؟))
د لغمان پوهنتون استاد ګل احمد محبت هم ورته نظر لري او وايي، د ټاكنو كمسيون دې په دې برخه كې ځان ويده نه اچوي، بلكې د هغه څه په اړه دې كانديدان راونيسي چې د كمپاين پر مهال خلكو ته ازار رسوي او عام المنفعه ځايونو ته د ځان تر ګټې څو چنده زيات تاوان اړوي: (( د كابل ښاروالي لا ښه ده، د ديوالونو ككړولو ته اجازه نه وركوي. خو ولايتونو كې بيا د كانديدانو ديوالي اشتهارونو هر څه بدرنګه كړي، دا خو زه خير وړه خبره مګر څو ورځې وړاندې په كابل غازي سټډيوم كې د يو كانديد غونډه وه، دې غونډې د كانديد لپاره دومره كمپايني اغېز ونه درلود، لكه څومره چې د خلكو د بيروبار له كبله سټډيوم ته زيان واوښت. دا خو د دولت مال او د لوبو ځای و، دا خو كانديد په خپلو پيسو نه و رغولى او نه يې هم په شرعي قباله خپل سټډيوم و چې دومره تخريب يې ور واړاوه، زه خو په دې لا وډار شوم چې يو چاته ولې دومره تخريبووونكي خلك راټولېږي؟))
محبت په دې برخه كې د ټاكنو پر كمسيون نيوكه كوي او وايي بايد هر كانديد د كړې ټاكنيزې تخطۍ له كبله سخت جريمه او ولس ته اعلان شي: (( تر اوسه چې خبر يم د ټاكنو كمسيون يوازې دوه يا كم كانديدان جريمه كړي او بس.))
قاضي عبداللطيف همراز بيا بله اندېښنه څرګندوي، دى وايي له ځينو كانديدانو سره يې ګڼ شمېر نامسووله وسله وال هم ليدلي او دا ډار ورسره پيدا شوى چې كه دولت په اوس وخت كې د دوى د وسله والو مخه ونه نيولى شي، نو په ټاكنو كې به د شفافيت دعوه څنګه رښتيا كړي: (( په ښار كې چې هر ګوټ كې دا مهال سړك بند وي، نو زه پوى شم چې دا به د كوم زورور كانديد غونډه وي. دا كار پوليسو نه وي كړى، بلكې د كانديد شخصي وسله والو كړى وي. هغه لا پرېږده په هره انتخاباتي غونډه كې به په ساده جامو كې لسګونه وسله وال ګرځي. د دې بايد پوښتنه وشي چې دا خلك څوك دي، ايا دوى اوس هم د خلكو وېرولو لپاره دا ډول نا مسووله وسله وال ساتي او که څنګه.))
همراز وړاندې وايي: ((اوس خو دا دى د ولايتي شورا ګانو كمپاين هم پيل شو، د دا ډول كانديدانو بيا بېله دنيا وي، په كلي او ولسواليو كې د دوى تخطۍ هېڅوك هم نه شي ملاحظه كولى، ځكه د ټاكنو په كمسيون غږ كوم چې قوي څارنه يې وكړي، كه نه پايلې يې خرابې راوتلى شي.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

