افغانستان او سریلانکا د لوړو زده کړو، عامې روغتیا، سپورت او نورو برخو کې د همکارۍ سندونه لاسلیک کړې. پژواك د جمهوري ریاست د مطبوعاتي څانګې د خبر له مخې ليكلي، چې دغه سندونه د جمهور رييس حامد کرزي په مشرۍ د افغانستان دولتي پلاوي پرون
افغانستان او سریلانکا د لوړو زده کړو، عامې روغتیا، سپورت او نورو برخو کې د همکارۍ سندونه لاسلیک کړې.
پژواك د جمهوري ریاست د مطبوعاتي څانګې د خبر له مخې ليكلي، چې دغه سندونه د جمهور رييس حامد کرزي په مشرۍ د افغانستان دولتي پلاوي پرون په کولبمو کې له سریلانکایي چارواکو سره لاسلیک کړل.
سرچينې زياته كړې، سریلانکا منلې چې افغان محصلین د افغانستان په لګښت د لوړو زده کړو په موسسو کې ومني.
همدا راز د افغانستان د عامې روغتیا د برخې کارکوونکي به د زده کړو لپاره سریلانکا ته استول کېږي.
د افغانستان د جمهوري ریاست بیان زیاتوي، د شوي تفاهم له مخې سریلانکايي متخصصان په افغانستان کې استخدامېږي او همداراز د کرکټ، فوټبال او ګلف په برخو کې به هم دواړه هېوادونه په خپلو کې همکاري سره کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

