چاپيريال ساتنه

629
۱۴ کب ۱۳۹۲

ککړچاپېریال؛ له خپله لاسه مرګ


هر کال د ککړ چاپېریال له كبله په زرګونو کسان په ډول ډول ناروغیو اخته او یو شمېر نور بیا خپل ژوند له لاسه ورکوي. د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، که په هېواد کې د چاپېریال ککړتیا په همدغه ډول دوام وکړي، نو لویې ستونزې به را منځ ته کړي.

هر کال د ککړ چاپېریال له كبله په زرګونو کسان په ډول ډول ناروغیو اخته او یو شمېر نور بیا خپل ژوند له لاسه ورکوي. د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، که په هېواد کې د چاپېریال ککړتیا په همدغه ډول دوام وکړي، نو لویې ستونزې به را منځ ته کړي.

د چاپېریال ساتنې ادارې د پالیسۍ رئيس، محمدکاظم همایون په ښارونو کې د نفوس زياتوالی، ټرافیکي ګڼه ګوڼه، د کارخانو موجودیت، د شنو ساحو او ځنګلونو کمښت، د اوبو او برېښنا نشت، هغه عوامل یادوي چې چاپیریال او هوا یې ککړه کړې ده. نوموړي له رسنیو سره په مرکه کې ویلي: ((په ۱۳۸۸کال عامې روغتیا وزارت په یوه راپور کې ویلي وو چې هر کال یوازې د کابل په ښار کې ۳۱۴۳ تنه او په ټول هېواد کې نږدې ۵۳۱۰۰ تنه د هغو ناروغیو له کبله ساه ورکوي چې ککړ چاپېریال زېږولې دي.))

د داخلي ناروغیو متخصص ډاکټر عمران هم د هوا او چاپېریال ککړتیا د هغو عواملو په ډله کې راولي چې د بېلابېلو ناروغیو د رامنځته کېدو او مړینې سبب کېږي، نوموړی وايي؛ (( ککړ چاپېریال په تېره بیا ککړه هوا د زړه ناروغۍ، تنفسي ناروغۍ، اروايي او جلدي ناروغۍ زېږولی شي، له دغو ناروغیو ځینې یې په مرګ تمامېږي.)) ډاکټرې نادره حیات یو پلا کلید ته په مرکه کې ویلي وو چې پاکو اوبو ته لاسرسی د روغتیايي چاپېریال په رامنځته کولو کې ډېره ونډه لرې. د نوموړې وینا ده چې  د هرو ۱۰۰۰ ماشومانو له جملې ۱۹۰ تنه يې هركال د ككړ چاپيريال له كبله په افغانستان كې خپل ژوند له لاسه وركوي.

د عامې روغتیا وزارت پخواني سلاكار ډاكټرعبدالله فهيم بیا کلید ته په یوه مرکه کې ویلي و چې په سلو کې څلوېښت مړينې د تنفسي ناروغيو په سبب او تر ۹۰ پورته د ككړ چاپيريال له كبله پېښېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د نړیوال روغتیايي سازمان یوې پلټنې وښوده چې هرکال د کورنۍ ککړې هوا له کبله ۳.۵ ملیون وګړي مري او له کور بهر د چاپېریال د ککړتیا له کبله ۳.۳ په سلو کې کسان ساه ورکوي.

عامه پوهاوی

ډېرى كارپوهان په دې باور دي چې د چاپيريال د خونديتوب لپاره دې د حكومت له خوا د خلكو د عامه پوهاوي لړۍ پيل، لوږه او بې كاري دې مهار او د ځنګلونو له وهلو دې د مافيايي شبكو او خلكو لاسونه لنډ كړاى شي.

د کرنې پوهنځي فارغ التحصیل حسن غلامي وايي، په افغانستان كې دولت او خلك له چاپيريال سره سخت نابلده دي او دا پوهاى نه لري چې لااقل خپل چاپيريال ته جدي پاملرنه وكړي.

د دغه کارپوه په باور د دولت او د خلكو د كم توجهۍ پايله ده چې د افغانستان چاپيريال ورځ تربلې خرابېږي، هغه وايي: (( په نورو هېوادنو كې د چاپيريال ساتنې ادارې، دولتي سكټورونه، ښاروالۍ او خلك له يوې مخې د خپل چاپيريال په ساتنه راوځي، خو په افغانستان كې خبره برعكس ده او ټول فكر كوي په كومه څلوردیوالۍ كې چې اوسي، هماغه بايد پاكه وساتي او بس، نور نه كوڅه خپله ګڼي، نه سړك او نه هم ښار خپل ګڼي.))

نوموړی ټينګاركوي چې دا مسئله بايد د راډيوګانو، ټلويزيونو او نورو دولتي ادارو لخوا په پراخه پيمانه تبليغ او خلك په دې وپوهول شي چې د چاپيريال ككړتيا ډېر خظرناك او مرګوني عواقب لري.

ځنګلونه

نړيوالې څېړنې ښيي چې د وڼو شنې پاڼې او د څنګلونو موجودیت په كافي اندازه د كاربن منو اكسايد د خورېدو مخنيوى كوي او باالمقابل په ټاكلي اندازه اكسيجن په هوا كې شيندي. د كارپوهانو په وينا په دې عمليې سره نه يوازې د خلكو د اړتيا وړ اكسيجن توليدېږي، بلكې له هوا څخه زهرجن مواد هم دفع كېږي.

افغانستان په خپله زړه ماضي كې يو وخت دوه مليونه هكټاره ځنګلې سيمې لرلې چې د هېواد د مساحت په پرتله اصلا د ځنګلونو په كتار كې نه حسابيدلې، خو اوس دغه شمېره ۷۵۰ زره هكټارو ته راښكته شوې ده.

كرنپوهان پردې باور دي چې د طبيعي افتونو لكه زلزلي، اورغورځېدنو او برف كوچونو پرمهال د ځنګلونو موجودیت د هرهېواد  له لومړينو ځواكونو څخه شمېرل كېږي چې په غرنيو سيمو كې موقعيت لري او د دغو طبيعي پېښو پر وړاندې د سپر حيثيت لري.

د دوى په عقيده په هېوادونو كې د برف كوچونو د رامنځته كيدو اصلي علت د ځنګلونو نه موجوديت دى چې د غرونو د ښوېيدلو ترڅنګ بشري چاپيريال هم ځپلى شي.

 

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *