ads

پکتيا کې د کم ولور تړون وشو

د پکتيا ولايت په ټولو ولسواليو کې د زيات ولور له کبله نجونې او هلکان سر ټکوي او ډېرى ځوانان له همدې کبله په نورو هېوادونو كې د مسافرۍ ورځې شپې تېروي. د پکتيا ولايت په ټولو ولسواليو کې د زيات ولور له کبله نجونې او هلکان سر ټکوي او ډېرى ځوانان له همدې کبله […]

نویسنده: TKG
14 کب 1392
پکتيا کې د کم ولور تړون وشو

د پکتيا ولايت په ټولو ولسواليو کې د زيات ولور له کبله نجونې او هلکان سر ټکوي او ډېرى ځوانان له همدې کبله په نورو هېوادونو كې د مسافرۍ ورځې شپې تېروي.

د پکتيا ولايت په ټولو ولسواليو کې د زيات ولور له کبله نجونې او هلکان سر ټکوي او ډېرى ځوانان له همدې کبله په نورو هېوادونو كې د مسافرۍ ورځې شپې تېروي.

دا اوسنۍ خبره نه ده، بلکې اوږد شاليد لري چې ځينې ودونه له همدې ولوره تاريخي کيسې هم لري.

د پكتيا ولايت په يوې لرې پرتې غرنۍ ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د کم ولور په باره کې قومي تړون وشو چې ځوانان او د سيمې اوسېدونکي يې په زړه پورې ګام يادوي.

دا تړون په احمد خېلو ولسوالۍ کې د ځاځيو قوم کړی دی چې د ولور اندازه پکې له درې لکه(۳۰۰۰۰۰) افغانيو ښکته ټاکل شوې ده.

که چېرته چا له دې تړون څخه سر وغړاوه، نو قومي اړيکې به ورسره پرې كېږي او پنځلس لکه (۱۵۰۰۰۰۰)افغانۍ به د ناغې په توګه قوم ته ورکوي.

د احمدخېلو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، وړاندې له دې تر دولس لکه افغانيو ولور اخيستل کېده او د دې تر څنګ به د واده په مراسمو کې هم تر درې لکو افغانيو لګښت کېده چې تر شا به يې ګڼې ټولنيزې ستونزې پرېښودې، خو اوس به يوازې درې سوه زره افغانۍ د زوم د کورنۍ له لورې د نجلۍ کورنۍ ته د ولور په نوم ورکول کېږي.

د سيمې اوسېدونکي او ځوانان وايي، دا وخت چې تړون شوی، نو ډېر خلک پرې خوشاله دي.

د دې ولسوالۍ يو تن اوسېدونكى بهايي جان وايي، د احمدخېلو د تړون لپاره ډېر خلک خوشاله دي: (( دلته ډېر ځوانان او پېغلې د زيات ولور له کبله زاړه شول، خو ودونه يې ونه کړل.))

د نوموړې ولسوالۍ يو بل اوسېدونكى شېرحسن هم ورته خبره كوي او وايي چې دوى دلته تړون کړی او نور به هېڅوک له درې لکه افغانيو زيات ولور وانخلي.

د پکتيا زرګونه ځوانان عربي نړۍ او نورو بهرنيو هېوادونو كې په دې هدف کلونه، کلونه تېروي چې د ولور لپاره پيسې وګټي.

مسافر ځوانان چې له يوې خوا ډېر عمر په سفر تېروي، له بلې خوا د پرديو هېوادونو له لوري د مرګ تر حده ځورول کېږي او رټل کېږي.

مدني فعالان وايي، د ولور کمښت به يوه ګټه دا وکړي چې ډېر ځوانان به له مسافريو څخه بې غمه شي.

د احمدخېلو ولسوالۍ اوسېدونکی مدني فعال عرفات وايي: (( زموږ ډېر ځوانان عربي هېوادونو ته د ولور په ګټلو پسې ورک دي، دلته مخکې دولس لکه افغانۍ ولور و، خو اوس خوشبختانه دا تړون وشو او دا به د نجونو او هلکانو ډېرې ستونزې راکمې کړي.))

د پکتيا په احمدخېلو ولسوالۍ کې د قومي پرېکړې پر بنسټ د ولور د کمښت په اړه کې داسې وخت تړون کېږي چې د هېواد په جنوب ختيځ زون کې ډېر ځوانان د همدې ولور له کبله د تنهايي ژوند د سپينو وېښتو په سرحد وراړولي او ډېر نور يې له غرونو اوسيندونو اړولي دي چې ستونزمن او له ننګونو سره ملګرى ژوند لري.

د مدني هڅو د فعالانو په اند، که چېرته د ناوړه دودونو او کړنو په اړه قومي تړونونه وشي، نو د ډېرو ټولنيزو ستونزو د راکمولو په برخه کې به ګټور تمام شوي وي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA