ads

هنګو کې چاودنې ٣ پاکستاني سرتېري ووژل

د پاكستان د خيبر پښتونخوا ايالت په هنګو سيمه كې نن سهار د پاکستاني سرتېرو پر موټر د سړك غاړې بمي چاودنه شوې، چې له كبله ١٤ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د پاكستان د خيبر پښتونخوا ايالت په هنګو سيمه كې نن سهار د پاکستاني سرتېرو پر موټر د سړك غاړې بمي چاودنه […]

نویسنده: TKG
14 کب 1392

د پاكستان د خيبر پښتونخوا ايالت په هنګو سيمه كې نن سهار د پاکستاني سرتېرو پر موټر د سړك غاړې بمي چاودنه شوې، چې له كبله ١٤ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پاكستان د خيبر پښتونخوا ايالت په هنګو سيمه كې نن سهار د پاکستاني سرتېرو پر موټر د سړك غاړې بمي چاودنه شوې، چې له كبله ١٤ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

رپوټونه وايي، په دې پېښه كې ٣ سرتېري وژل شوي او ١١ نور ټپيان دي.

چارواكي وايي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د سرتېرو کاروان د هنګو له ورمګۍ نومې سيمې څخه د تېرېدو په حال کې و.

په هنګو کې د پاکستاني سرتېرو پر موټر په داسې حال کې بمي چاودنه شوې، چې پاکستاني وسله والو طالبانو د دې هېواد له حکومت سره يو مياشتنى اوربند اعلان کړى او خپل ټول فعاليتونه يې لغوه اعلان کړي دي.

د دې پېښې مسووليت تراوسه چا پرغاړه نه دى اخيستى، خو وړمه ورځ په اسلام اباد كې پر يوې مخكې د ډله ييز ځانمرګي بريد مسووليت، چې ترڅ كې ۱۱ تنه ووژل شول او تر شلو ډېر ټپيان شول، د احرارالهند په نوم يوې وسله والې ډلې پرغاړه اخيستى و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA