په كابل كې د ملالۍ زېږنتون مشرې ډاكټر نسرين اورياخېل د نهو نورو ښځو په ګډون، د نړۍ د زړورو ښځو جايزه وګټله. د امريکا د جمهوررئيس بارك اوباما مېرمنې ميشل اوباما پرون په واشنګټن کې د دې جايزې د اعلان لپاره په جوړو شويو مراسمو کې وويل، دغو مېرمنو په نړۍ
په كابل كې د ملالۍ زېږنتون مشرې ډاكټر نسرين اورياخېل د نهو نورو ښځو په ګډون، د نړۍ د زړورو ښځو جايزه وګټله.
د امريکا د جمهوررئيس بارك اوباما مېرمنې ميشل اوباما پرون په واشنګټن کې د دې جايزې د اعلان لپاره په جوړو شويو مراسمو کې وويل، دغو مېرمنو په نړۍ کې داسې امواج خپاره کړي دي، چې هر لور ته غځېدلي دي.
دغه مراسم د امريکا د بهرنيو چارو په وزارت کې جوړ شوي وو او هلته نسرين اورياخېل په خپلو خبرو کې د تېرو دولسو کلونو په ترڅ کې د افغان مېرمنو هڅې وستایلې.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هر کال د نړۍ لسو ښځو ته، چې د ښځو د حقونو او هغوى ته يې د خدمتونو په برخه کې د پام وړ فعاليتونه کړي وي، د زړورتوب جايزه ورکوي.
د دې جايزې لپاره هغه مېرمنې ټاکل کېږي، چې په دې برخه کې يې ځانګړې مېړانه او حوصله ښودلې وي، د ښځو د حقونو لپاره يې ډېره مبارزه کړې وي او خپل ژوند يې په خطر کې اچولى وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


