ads

“كار او زيار ښځې په ځان باوري كوي”

د افغانستان په څېر دوديزه ټولنه كې د ښځو لپاره د يو شمېر كارونو په پرمخ وړلو كې ځيني محدوديتونه شته، خو له دې سره سره په دې وروستيو څو كلونو كې ښځو له ناوړه دودونو او رواجونو سره په مخالفت كې خپلې هڅې زياتې كړي او داسې چارې پر مخ وړي چې پخوا تر […]

نویسنده: TKG
14 کب 1392
“كار او زيار ښځې په ځان باوري كوي”

د افغانستان په څېر دوديزه ټولنه كې د ښځو لپاره د يو شمېر كارونو په پرمخ وړلو كې ځيني محدوديتونه شته، خو له دې سره سره په دې وروستيو څو كلونو كې ښځو له ناوړه دودونو او رواجونو سره په مخالفت كې خپلې هڅې زياتې كړي او داسې چارې پر مخ وړي چې پخوا تر دې يې جرات نه درلود.

د افغانستان په څېر دوديزه ټولنه كې د ښځو لپاره د يو شمېر كارونو په پرمخ وړلو كې ځيني محدوديتونه شته، خو له دې سره سره په دې وروستيو څو كلونو كې ښځو له ناوړه دودونو او رواجونو سره په مخالفت كې خپلې هڅې زياتې كړي او داسې چارې پر مخ وړي چې پخوا تر دې يې جرات نه درلود.

پخوا به د كابل ښار په ځينو ماركېټونو كې د پلورونكي دنده يوازې نارينه وو پرمخ وړله او كورنيو به خپلو نجونو ته د دې دندې د پرمخ وړلو اجازه نه وركوله، خو اوس يو شمېر ښځې هم دا دنده پر مخ وړي.

حسنا پناهي له څلورو مياشتو راپدېخوا په كارته سه سيمه كې د امير په نوم د خرڅلاو په مركز كې د ښځينه جامو د پلورونكې دنده پرمخ وړي او له خپل كار سره ډېره مينه لري.

نوموړې په دې اند ده چې اقتصادي ځواكمنتيا د هرې ښځې لپاره اړينه ده: (( هغوى پر ځان باوري كوي،  پټ استعدادونه يې څرګندوي او ټولنيزې اړيكې يې پراخېږي، له همدې كبله زما كورنۍ هم ما اقتصادي كارونو ته هڅوي.))

حسنا د سهار له نهو بجو د مازديګر تر پنځو بجو د خرڅلاو په دې مركز كې كار كوي او د دې ترڅنګ په يوه خصوصي پوهنتون كې د مديريت په برخه كې زده كړې هم كوي.

د هغې په خبره، نن ورځ د ځوانانو لپاره د زده كړې د لګښت برابرول يو ستونزمن كار دى او دوى بايد هر څه د خپلې كورنۍ پر اوږو بار نه كړي.

نوموړې په ژوند كې لوړ همت او زيار خوښوي: (( زه د مياشتې څلور يا پنځه زره افغانۍ ګټم چې د خپلې زده كړې لپاره يې مصرفوم، خو راتلونكي كال ته به  انشاالله دا هڅه وكړم چې خپل شخصي پلورنځى ولرم، ځكه چې ښځې له ښځينه پلورونكو سره ځان ډېر آرامه ګڼي.))

هغه په دې باور ده چې  كه چېرې د كورنيو ممانعت او ټولنيز خنډونه نه وي، نو ښځې تر نارينه وو زيات د ستونزمنو كارونو د پرمخ وړلو جرات او توان لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA