ads

د افغان وژنې يوه بله دسيسه

نن سبا افغانستان په حساسو شرایطو کې واقع دی. د دې هیواد پټ او ښکاره دښمنان هڅه کوي چې له هرې لارې وي تشنج رامنځ ته او خپل اهداف ترلاسه کړي. نن سبا افغانستان په حساسو شرایطو کې واقع دی. د دې هیواد پټ او ښکاره دښمنان هڅه کوي چې له هرې لارې وي تشنج […]

نویسنده: TKG
14 کب 1392
د افغان وژنې يوه بله دسيسه

نن سبا افغانستان په حساسو شرایطو کې واقع دی. د دې هیواد پټ او ښکاره دښمنان هڅه کوي چې له هرې لارې وي تشنج رامنځ ته او خپل اهداف ترلاسه کړي.

نن سبا افغانستان په حساسو شرایطو کې واقع دی. د دې هیواد پټ او ښکاره دښمنان هڅه کوي چې له هرې لارې وي تشنج رامنځ ته او خپل اهداف ترلاسه کړي.

تېره اوونۍ افغانانو ته یوه له ويره ډکه اوونۍ وه. د افغانستان په ختیځ کې د کونړ ولایت په غازي آباد ولسوالۍ کې د ملي اردو ۲۱ تنه سرتېري د هېواد دښمنو عناصرو لخوا په ډېره بې رحمۍ او د مخکې پلان شوې دسیسې له کبله په شهادت ورسېدل چې مړي یې په كابل كې د ځانګړو مراسمو په ترڅ كې خپلو كورنيو ته وسپارل شول.

جمهور رئيس حامد كرزي دغه پېښه په كلكه وغندله او يو ځل بيا يې پر پاكستان انتقاد وکړ چې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې پاتې راغلی، ځکه ترهګري د دواړو هېوادونو د ثبات لپاره ګواښ ده. هغه د ملي دفاع وزير ته لارښوونه وکړه چې د دغې پېښې د رامنځته کېدو په اړه څېړنې وکړي.

که څه هم د پېښې څېړل او په راتلونکي کې د دښمن د نفوذي نقطو پېژندل بې ګټې کار نه دی، خو يو زیات شمېر افغانان چې دې پېښې ډېر ځورولي او احساساتي کړي دي وايي چې اوس به له پېښې د څېړنې ترسره کېدل څه درد دوا کړي. د دوی په اند، ضروري خو دا وه چې مخکې له پېښېدو یې علاج شوی وای.

وروستيو ټولو خواشینوونکو پېښو او په تېره د کونړ دې پېښې ته په پام افغانان پر خپلو ټولو امنيتي ارګانونو غږ کوي چې دښمن ورته هره شېبه په کمين کې ناست دی او دوی باید له هر لحاظه خپل امکانات او تاسیسات پياوړي او په خپلو منځو کې همغږي پیاوړي کړي.

دا چې لوړپوړو امنيتي چارواکو وويل چې د دې پېښې تر شا د یوه مشخص ګاونډي هیواد د استخباراتو لاس دی، د خلکو غوښتنه دا ده چې افغان حکومت خپل استخباراتي هڅې تر پخوا لا ګړندۍ کړي او د دښمنانو دسیسې وار له مخه شنډې کړي. د ملي امنيت د یوه چارواکي څرګندونې د پام وړ دي چې چې ويې ويل دوی د دلوې په شلمه لا د کونړ ولایت مقام او امنيتي ادارو ته د داسې پېښې د رامنځته کېدو احتمال ورکړی و. په کار خو دا وه چې دغو چارواکو لازم تدابیر لرلای او د دې رامنځته شوي ناورین مخه يې نيولای وای.

د افغان چارواکو له دې څرګندونو سمدستي وروسته د پاکستان د ماليې وزیر چې په کابل کې په یوه اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره راغلی و، وویل چې پاکستان د افغان ملي اردو د ۲۰ تنو سرتېرو په شهادت رسولو کې لاس نه لري. د هغه وینا دا وه چې ښايي يو بل پټ دښمن د پاکستان او افغانستان د روابطو د لا خرابو لپاره دا کار کړی وي، خو ډېر ځله پاکستان د افغانستان په مسایلو کې د لاسوهنې له کبله په پراخه کچه تورنيږي.

دا لومړی ځل نه دی چې داسې يوه پېښه رامنځته کېږي، چې دښمن د ځواکونو په صفونو مې ځاله کوي او افغان ځواکونو ته تلفات ور اړوي. لازمه ده چې ټول امنيتي ارګانونه په ګډې همغږۍ د دې خلا مخه ونيسي.

د کونړ والي شجاع الملک جلاله رسنیو ته ويلي چې د دوى د وروستيو معلوماتو له مخې، په دغه بريد کې د ٢٠ سرتېرو په شهادت سربېره اته نور سرتيري لا درکه دي.

د والي دا خبره په ګوته کوي چې د دغو سر تیرو په منځ کې دښمن ځای درلود او مخکې تر مخکې یې د دولت د وسله والو مخالفانو د برید لپاره زمینه مساعده کړې وه.

د افغانستان د ملي اردو پر پوستو دغه بريد په داسې حال کې ترسره شوى چې څو ورځې وړاندې د پاکستان د دولت له خوا افغانستان ته په يوه رالېږل شوي یادښت کې ويل شوي وو چې د پاکستان ۲۳ عسکر د پاکستاني طالبانو له خوا د افغانستان په خاوره کې وژل شوي دي.

خلک وايي، دولت ته ښايي چې د هیواد د دښمنانو پر وړاندې له نرمښت څخه کار وانخلي او هغه کسان چې د امنيتي ځواکونو له خوا نيول کېږي، بايد د بېرته خوشي کېدو پر ځای سخته جزا ورکړي. دا خبره ځکه کېږي چې په دې وروستیو کې د بګرام له زندان څخه په پراخه کچه مهم طالب قوماندان د بګرام له زندان نه خوشې شول او بیا موده نه وه تېره چې دا پېښه رامنځته شوه.

که چېرې په لویه کچه د حکومت سياست تغيير ونه کړي، نو دا ډول بريدونه به زيات شي او امنيتي ځواکونه به هره ورځ دا ډول قربانۍ ګالي. خو افغان ولس وايي چې دښمن که څومره د افغانانو د وژلو دسیسې وکاروي، دا ولس نه کمېږي او نه د دښمن په وړاندې خپله روحيه بایلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA