ads

دردونكې پېښه

((زه يې يو زوړ كور ته يوړم، هلته يو تاكاو ته كېوتل، بيا په ماپسې راغلل زه يې له ستونې ونيوم، نوره پويه نه شوم، څه وخت چې راپورته شوم، نو چغې مې كړې، له دې ځايه راووتم او خپل كور ته په چغو چغو راورسېدم.)) ((زه يې يو زوړ كور ته يوړم، هلته يو […]

نویسنده: TKG
14 کب 1392
دردونكې پېښه

((زه يې يو زوړ كور ته يوړم، هلته يو تاكاو ته كېوتل، بيا په ماپسې راغلل زه يې له ستونې ونيوم، نوره پويه نه شوم، څه وخت چې راپورته شوم، نو چغې مې كړې، له دې ځايه راووتم او خپل كور ته په چغو چغو راورسېدم.))

((زه يې يو زوړ كور ته يوړم، هلته يو تاكاو ته كېوتل، بيا په ماپسې راغلل زه يې له ستونې ونيوم، نوره پويه نه شوم، څه وخت چې راپورته شوم، نو چغې مې كړې، له دې ځايه راووتم او خپل كور ته په چغو چغو راورسېدم.))

دا د ۷ كلنې سلما خبرې دي، د هغې كور په ارزان قيمت كې دى. نوموړې دوه اوونۍ وړاندې له خپل ۵ كلن ورور سليمان سره يو ځاى د كور له مخې درې تنه سخت زړو انسانانو حفيظ الله، رومان او اميد په يو كرولا موټر كې وتښتوله. بيا يې دا په يو خالي كور كې له وهلو ټكولو وروسته بندي وساتله او كوچنى ورور يې ترې بل ځاى ته يووړ. كله چې سلما په هوښ راغله، نو د كور لار يې ونيوله خو كوچنى ورور يې بيا د ارزان قيمت د مردارو اوبو په يو ډنډ كې تر هغه وروسته مړ وموندل شو چې تښتوونکو یې امنیتي ځواکونو ته ځای وښود.

د سلما كورنۍ وايي، سليمان تښتوونکو د دې لپاره وژلى چې هغوى د ۵۰ زره ډالرو غوښتنه ترې لرله او له دوى سره دومره پيسې نه وې چې هغوی ته يې د زوى د خلاصولو په بدل كې سپارلې واى.

اوس د انسانيت په جامه كې د معصوم سليمان وژونکو او اختطاف کوونکو دا ډله د ملي امنيت كسانو نېولې او اقرار يې هم كړى چې سليمان يې د پيسو تر نه ترلاسه كولو وروسته په ډېره بې رحمۍ د مردارو اوبو ډنډ ته غورځولى او دوى خپلې پښې سپكې كړې وې.

د ملي امنيت وياند فريد شمال ویلي، له حفيظ الله، رومان او اميد سره يو ځاى يې د دوى ۸ تنه نور ملګري هم نيولي چې د انسان تښتونې په جرمونو كې يې ورسره مرسته كوله او په دې پېښه كې هم لاس درلود: (( دوى لومړى ناسم معلومات وركول، بيا يې په خپلو ټولو جرمونو اقرار وكړ او خپله ډله يې هم راوپېژندله.))

د اختطاف کوونکو د دغې ډلې يو غړى حفيظ الله چې په قاري مشهور دى وايي، دغه معصوم كوچنيان يې د كور له مخې په چل او دوكه تر خپلو ملګرو راوستي او تښتولي وو: (( زه، رومان او اميد يو ځاى شوو، د اميد دوى سپين كرولا موټر هم راسره و، موږ په كوڅه كې لومړى له سليمان( وژل شوی ماشوم) سره خبرې وكړې، بيا مو ورته شل افغانۍ وركړې، تر موټره مو راورسول دواړه، اميد د موټر دروازه خلاصه كړه، سليمان موږ سره كيناست او وړه خور يې مخكې سيټ كې، بيا مو يو ځاى ته يوړل، هلته اميد او رومان نجلۍ ښكته كړه، يو ځاى ته يې بوتله، خو بېرته چې راغلل نجلۍ ورسره نه وه، بيا موږ دولسمې ناحيه كې د اميد كور ته ولاړو.))

دا چې دغو کسانو له دولسمې ناحيې( احمد شاه بابامینې) سليمان په كوم طرف يووړ او څه ډول وحشيانه سلوك يې ورسره وكړ؟ په دې  اړه د حفيظ الله بل نيول شوى ملګرى داسې وايي: (( چې موږ ته يې پيسې رانه كړې، نو ما ټول ملګري راوغوښتل او كيسه مې ورته وكړه، هلك مو له ځانه سره واخست او بيا مو د اوبو ډنډ ته وغورځاوه، هملته مړ شو.))

د يادو نيول شويو اختطاف کوونکو د سزا په اړه امنيتي ارګانونو لا څه نه دي ويلي، خو ګڼ شمېر كابل ښاريانو او په خواله رسنيو ( فیسبوک) كې بوختو ځوانانو له امنيتي مسوولينو غوښتي چې دغو كسانو ته داسې سزا وركړي، تر څو نورو ته عبرت وګرځي.

د عبدالمتين عمران په نوم یو تن په فیسبوک پاڼه کې لیکلي، دغه مجرمين بايد په هماغه ځای كې سنګسار شي چې معصوم سليمان يې په كې وژلى دى: (( كه داسې نه وي د سليمان د مور او پلار په وړاندې دې په ډزو وويشتل شي، تر څو ميندې او پلرونه پوى شي چې د دوى د بچيانو وينه بها او قصاص لري.))

خاطره رومان بيا د خپل فیسبوك په پاڼه ليكي، كه دولت رښتيا هم د جرمونو نه پاكه ټولنه غواړي، نو بايد دغه كسان د كابل مركزي څلور لارې كې اعدام كړي، څو د خلكو زړه پرې سپك شي: (( په دې اړه دې خپله جمهور رئيس كرزى امر وركړي، كه يې محكمې ته وسپاري، دوى به هم نورې مافياوي كړۍ ولري او د رشوت په زور به خوشې شي، بايد د دوى د اعدام ننداره په ټلويزيون هم وښودل شي.))

يما نوري بيا د ملي امنيت ځواكونو ستاينه كړې، خو وايي، دغه اداره بايد د مجرمانو په اعدامولو كې خپلواك او ژر تر ژره عمل وكړي: (( زموږ هيله دا ده چې دا مجرمان دې قضا ته نه سپارل كېږي، ټول پوهېږي چې قبيح عمل يې تر سره كړى او د داسې عمل سزا يوازې مرګ كېداى شي، نور څه نه.))

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA