ads

افغانستان سبا له هند سره لوبه ترسره كوي

ټاكل شوې ده، چې د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د اسيا جام سياليو په لړ سبا د هند له لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووځي. د كركټ ملي لوبډلې تېره ورځ خپله درېيمه لوبه كې له سريلانكا څخه ماتې وخوړه. ټاكل شوې ده، چې د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د اسيا جام […]

نویسنده: TKG
13 کب 1392

ټاكل شوې ده، چې د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د اسيا جام سياليو په لړ سبا د هند له لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووځي. د كركټ ملي لوبډلې تېره ورځ خپله درېيمه لوبه كې له سريلانكا څخه ماتې وخوړه.

ټاكل شوې ده، چې د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د اسيا جام سياليو په لړ سبا د هند له لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووځي.

 

د كركټ ملي لوبډلې تېره ورځ خپله درېيمه لوبه كې له سريلانكا څخه ماتې وخوړه.

د دې پنځوس اوريزې لوبه پچه سريلانكا وګټله او په خپله يې د توپ وهنې پرېكړه وكړه.

د سريلانكا لوبډلې په ټاكل شويو پنځوس اورونو كې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو۲۵۳ منډې جوړې كړې او افغانستان ته يې ۲۵۴ منډې هدف وټاكه، خو د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې په ۳۸ اعشاريه ۴ اورونو كې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۴ منډې جوړې كړې او دا لوبه يې د ۱۲۹ منډو په توپير سره وبايلله.

تر دې وړاندې افغان لوبډلې په خپله دويمه لوبه كې كوربه هېواد بنګله دېش ته په ۳۲ منډو ماتې وركړې وه، خو په لومړۍ لوبه كې يې له پاكستان څخه هم ماتې خوړلې وه.

د كركټ د اسيا جام سياليو كې د افغانستان، پاكستان، هند، سريلانكا او بنګله دېش لوبډلې برخه لري او  تراوسه د سريلانكا لوبډله تر ټولو مخكې ده او پايلوبې ته يې لاره موندلې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA