له پاكستان سره د اقتصادي همكاريو د ګډ كنفرانس په نهمه غونډه كې د افغانستان ماليې وزارت اعلان وكړ چې ګاونډي هېواد سره به د سوداګرۍ ګراف له دوه نيم مليارډه ډالرو څخه ۵ مليارډو ته لوړ كړي.
له پاكستان سره د اقتصادي همكاريو د ګډ كنفرانس په نهمه غونډه كې د افغانستان ماليې وزارت اعلان وكړ چې ګاونډي هېواد سره به د سوداګرۍ ګراف له دوه نيم مليارډه ډالرو څخه ۵ مليارډو ته لوړ كړي.
د پاكستان او افغانستان د سوداګرۍ د پياوړتيا په دغه دوه ورځنۍ غونډه كې د ماليې وزيرانو له منځنۍ اسيا څخه د افغانستان له لارې پاكستان ته د برېښنا او ګازو د لېږد په پروژو، پر كونړ سيند د ګډ برېښنا بند جوړولو، دغه راز په كندهار او جلال اباد كې د اورګاډي د پټليو په جوړولو خبرې وكړې.
د دواړو هېوادونو ماليې وزيرانو حضرت عمر زاخېلوال او اسحاق ډار په ياد كنفرانس كې سوداګرو ته د ويزې وركولو په اسانتيا، د صنعت، كرنې او مالدارۍ په برخه كې همكارۍ او ۳۰۰۰ افغان محصلينو ته په پاكستان كې د تحصيلي بورسونو په برابرولو هم بحث كړى.
د افغانستان د ماليې وزير عمر زاخېلوال د غونډې په درشل كې وويل، له دغه ډول غونډو څخه يې مقصد د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د سطحې لوړول او پرې خبرې كول دي: (( له پاكستان سره زموږ د سوداګرۍ دغه سطحه اوس دوه نیم میلیارډو ډالرو ته رسیږي، خو په راتلونکو دوو یا دریو کلونو کې به پنځو ملیارډو ډالرو ته لوړ شي. دوه اړخیزي سوداګریزې اړیکي، نه یوازې د دواړو هېوادونو بلکې د سیمي په کچه د دوستۍ د پیاوړتیا لپاره تر ټولو اغېزناکه لاره ده.))
په عين حال كې د پاكستان ماليې وزير اسحاق ډار هم ژمنه وکړه چې هېواد يې د اقتصادي ودې په برخه کې هر ډول همکارۍ ته اماده دى. اسحاق ډار دغه راز وړانديز وكړ چې د اقتصادي همكارۍ او ټرانزيټي تړون په برخه كې بايد تاجكستان هم له كابل او اسلام اباد سره ورګډ شي، هغه وویل: (( زما وړاندیز دا دی چې د افغانستان او پاکستا ن تر منځ ټرانزیټي تړون تاجکستان ته هم وغځول شي. نو لطفاُ پر دې غور وکړئ، ځكه زه فکر کوم دا به دواړو هېوادونو ته ګټور تمام شي.))
دغو دواړو ماليې وزيرانو د كابل او اسلام اباد اقتصادي همكاري په سيمه كې د اقتصاد د پياوړتيا تر څنګ د سولې او سياسي ثبات په برخه كې هم ګټوره بللې، خو شنونكي او په خاصه توګه د افغانستان خصوصي سكټور بيا په دې اړه ډېر خوشبين نه دى.
دوى وايي له پاكستان سره اقتصادي تړونونه په هغه صورت كې ګټه رسولى شي چې اسلام اباد په بشپړ صداقت ژمنه وښيي او د عمل نمونه يې وړاندې كړي.
د افغان سوداګرۍ د ملاتړو ادارو په وينا، پاکستان تر دې وړاندي هم په بېلا بېلو برخو کې له افغانستان سره ژمنې کړې وې، خو عملي يې نه كړې.
په دې لړ كې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشر قربان حقجو وايي، كابل همدا اوس هم د سوداګرۍ او ټرانزيټ په برخه كې له پاكستان سره د اپټا تړون د ناسم تطبيق له كبله په ستونزه كې دى او دا تړون چې په هر ډول وي بايد د سوداګرۍ د پراختيا لپاره بدلون په كې راشي.
نوموړي په كابل كې د دواړ هېوادونو د اقتصادي همكاريو د نهمې غونډې په څنډه كې خبريالانو ته وويل، دوى ځكه په تړون كې د بدلون غوښتونكي دي چې كومې فزيكي وړتياوې په كې وړانديز شوې وې، تر اوسه يې يوه هم په افغانستان يا پاكستان كې نه ده رامنځته شوې: ((( دا وړتیاوې په کمپیوټري بڼه د ټرانزیټي چارو تنظیمول، په کانټینرونو کې د سوداګریزو توکو لېږدول او د ضمانت وړاندې کولو په صورت کې د سوداګریزو توکو لیږدول دي. بله دا چې افغانستان ته د پاکستاني توکو د قاچاق لوړې کچې زموږ سوداګري او مالي عايدات هم تر سخت منفي اغېز لاندې راوستي.))
د اقتصادي چارو كارپوه ډاكټر نصير نياز هم ورته نظر لري. دى وايي له پاكستان سره د سوداګرۍ پراختيا بايد په دې معني نه وي چې يوازې د پاكستان ګټې خوندي كړي، بلكې په خبره يې له اسلام اباد څخه د ځينو پروژو د تطبيق په برخه كې د امنيت او سولې په برخه كې پاخه ضمانتونه باید واخستل شي: (( كه اسلام اباد په ځېنو پروژو لكه د تركمنستان د ګازو، د تاجكستان د برېښنا او د مالونو د انتقال او ټرانزيټ په برخه كې تر فشار لاندې ونيول شي، دا يقيني ده چې زموږ ډېرو ګټو ته به غاړه كېږدي.))
نوموړى وايي، دا ځكه چې پاکستان تر سختو اقتصادي فشارونو لاندې دی او باید په یو نه یو ډول له منځنۍ آسیا سره خپلې اقتصادي راکړې ورکړې ته دوام ورکړي، نو په داسې حالاتو كې به يې نوی حکومت هڅه وکړي، څو له اقتصادي پلوه له افغانستان سره خپلې اړیکې پیاوړي کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

