ads

اسلام اباد كې پر محكمې بريد ۱۱ تنه ووژل

د پاکستان په پايتخت اسلام اباد کې نن سهار شاوخوا لس بجې پر يوې محکمې د وسله والو ډله ييز بريد کې د قاضي په ګډون يوولس تنه وژل شوي او له ۳۵ زيات ټپيان دي. د پاکستان په پايتخت اسلام اباد کې نن سهار شاوخوا لس بجې پر يوې محکمې د وسله والو ډله […]

نویسنده: TKG
12 کب 1392
اسلام اباد كې پر محكمې بريد ۱۱ تنه ووژل

د پاکستان په پايتخت اسلام اباد کې نن سهار شاوخوا لس بجې پر يوې محکمې د وسله والو ډله ييز بريد کې د قاضي په ګډون يوولس تنه وژل شوي او له ۳۵ زيات ټپيان دي.

د پاکستان په پايتخت اسلام اباد کې نن سهار شاوخوا لس بجې پر يوې محکمې د وسله والو ډله ييز بريد کې د قاضي په ګډون يوولس تنه وژل شوي او له ۳۵ زيات ټپيان دي.

 

وسله والو لومړى پر محكمې ډزې كړي او بيا يې بمونه ورغورځولي دي.

پوليس وايي، د بريد هدف  د محکمې يو قاضي رفاقت اعوان وو.

په دې پېښه كې لومړى قاضي رفاقت اعوان سخت ټپي شوى و، خو وروسته يې ساه وركړه.

د اسلام اباد د پوليسو مشر سکندر حيات خبريالانو ته وويل، چې لومړى يوه ډله وسله والو ډزې پيل کړې او وروسته دوو ځانمرګو بريدكوونكو ځانونه والوځول.

دا بريد په داسې حال کې شوى، چې وړمه ورځ پاكستاني وسله والو طالبانو له حکومت سره د سولې د خبرو په هدف يو مياشتنى اوربند اعلان کړ او حکومت يې د دې اعلان هركلى او په قبايلي سيمو کې يې د وسله والو پر مرکزونو د موقتي بريدونو د بندولو امر وكړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA