ads

د افغانستان د كركټ ملي لوبډله سبا له سريلانكا سره لوبه كوي

ټاكل شوې ده، چې سبا د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د اسيا كپ سياليو كې له سريلانكا سره د لوبې ډګر ته ووځي. له دې وړاندې پرون افغان لوبډلې په دويمه لوبه كې كوربه هېواد بنګله دېش ته ماتې وركړه او لومړۍ لوبه يې پاكستان ته بايللې وه.     ټاكل شوې ده، چې […]

نویسنده: TKG
11 کب 1392
د افغانستان د كركټ ملي لوبډله سبا له سريلانكا سره لوبه كوي

ټاكل شوې ده، چې سبا د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د اسيا كپ سياليو كې له سريلانكا سره د لوبې ډګر ته ووځي. له دې وړاندې پرون افغان لوبډلې په دويمه لوبه كې كوربه هېواد بنګله دېش ته ماتې وركړه او لومړۍ لوبه يې پاكستان ته بايللې وه.

 

 

ټاكل شوې ده، چې سبا د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د اسيا كپ سياليو كې له سريلانكا سره د لوبې ډګر ته ووځي.

له دې وړاندې پرون افغان لوبډلې په دويمه لوبه كې كوربه هېواد بنګله دېش ته ماتې وركړه او لومړۍ لوبه يې پاكستان ته بايللې وه.

بايد وويل شي، چې سريلانكا تراوسه دوه سيالۍ كړي او دواړه يې ګټلې دي.

په همدې حال کې د افغانستان د كركټ د ملي لوبډلې روزونكي کبير خان تېره ورځ خبريالانو ته وويل، كه افغان لوبډله په دې سياليو كې يوه يا دوې لوبې وګټي، د ځوانانو راتلونکې او د افغانستان د کرکټ راتلونکي لس کلونه به بدل کړي.

د كركټ د اسيا كپ سياليو كې د افغانستان، پاكستان، هند، سريلانكا او بنګله دېش لوبډلې برخه لري او  تراوسه د سريلانكا لوبډله ترټولو مخكې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA