ټاكل شوې ده، چې نن د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د اسيا كپ سياليو كې له كوربه هېواد بنګله دېش سره د لوبې ډګر ته ووځي. له دې وړاندې وړمه ورځ افغان لوبډلې په لومړۍ لوبه كې له پاكستان څخه ماتې وخوړه.
ټاكل شوې ده، چې نن د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د اسيا كپ سياليو كې له كوربه هېواد بنګله دېش سره د لوبې ډګر ته ووځي.
له دې وړاندې وړمه ورځ افغان لوبډلې په لومړۍ لوبه كې له پاكستان څخه ماتې وخوړه.
افغانستان او بنګله دېش دواړو په دې سياليو كې خپلې لومړۍ لوبې بايللې دي او ننۍ لوبه د دواړو هېوادونو د لوبډلو د بقا لپاره ډېره مهمه ده.
بنګله دېش وايي، چې په دې سيالۍ كې يې درې تکړه لوبغاړي د بېلابېلو علتونو له كبله برخه نه شي اخيستلى.
بنګالي لوبغاړي وايي، چې دوى د افغانستان له ورو توپ اچوونكو لكه، حمزه هوتک، ميرويس اشرف او سميع الله شينواري څخه اندېښنه لري.
په همدې حال کې د افغانستان د كركټ د ملي لوبډلې روزونكي کبير خان تېره ورځ خبريالانو ته وويل، كه افغان لوبډله په دې سياليو كې يوه يا دوې لوبې وګټي، د ځوانانو راتلونکې او د افغانستان د کرکټ راتلونکي لس کلونه به بدل کړي.
د كركټ د اسيا كپ سياليو كې د افغانستان، پاكستان، هند، سريلانكا او بنګله دېش لوبډلې برخه لري او تراوسه د سريلانكا لوبډله ترټولو مخكې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


