د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د متحدو ايالتونو ځانګړي استازي جېمز ډابينز د جمعې په ورځ د امريكا د سولې انسټيټيوټ ته په خبرو كې وويل، د امريکا متحد ايالتونه لېواله دي، چې د امنيتي سند د لاسليکولو لپاره د افغانستان راتلونکي جمهوررئيس ته انتظار وکړي، خو د سند په لاسليک کې ځنډ دا
د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د متحدو ايالتونو ځانګړي استازي جېمز ډابينز د جمعې په ورځ د امريكا د سولې انسټيټيوټ ته په خبرو كې وويل، د امريکا متحد ايالتونه لېواله دي، چې د امنيتي سند د لاسليکولو لپاره د افغانستان راتلونکي جمهوررئيس ته انتظار وکړي، خو د سند په لاسليک کې ځنډ دا معنا لرلى شي، چې امريکا په افغانستان کې تر هغې اندازې، چې مخکې يې په پام کې و، لږ پوځيان پرېږدي او خپلې مالي مرستې به كمې کړي.
د هغه په وينا، له بده مرغه د جمهوررئيس کرزي له لوري دا پرېکړه نه ده بدله شوې، چې هغه امنيتي سند به نه لاسليکوي، چې ده ورباندې خبرې کړې دي او دا يې هم منلې، چې دا سند د افغانستان لپاره مهم دى.
نوموړي همدارنګه وويل، افغانانو خپل زيات پام د جمهوري ریاست راتلونکو ټاكنو ته اړولی او په افغانستان کې د سياسي انتقال شفاف چاپېريال به د افغانانو ترمنځ باور زيات کړي.
د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د امريکا جمهوررئيس بارک اوباما جمهوررئيس کرزي ته ټيليفون وکړ او خبردارى يې ورکړ ،چې که امنيتي سند لاسليک نه کړي، له افغانستانه به ټول سرتېري وباسي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


