د امريکا جمهوررئيس بارک اوباما روسيه وگواښله، چې په اوکراين کې پوځي لاسوهنه به يې بيه ولري. د هغه په وينا، دوى د اوکراين دننه د روسيې د فدراسيون لخوا د پوځي خوځښت په رپوټونو سخت اندېښمن شوي دي.
د امريکا جمهوررئيس بارک اوباما روسيه وگواښله، چې په اوکراين کې پوځي لاسوهنه به يې بيه ولري.
د هغه په وينا، دوى د اوکراين دننه د روسيې د فدراسيون لخوا د پوځي خوځښت په رپوټونو سخت اندېښمن شوي دي.
نوموړى وايي، د اوکراين پر ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتيا هر ډول تېرى به خورا بې ثباته کوونکى وي، چې د اوکرايين، روسيې او يا اروپا په ګټه نه دى.
اوباما زياته کړه، دا به هغو مسايلو کې د لاسوهنې په توګه وي، چې د اوکراين ولس يې بايد غم وخوري.
هغه همدارنګه وويل، چې هېواد به يې بې له شکه له نړيوالې ټولنې سره په دې ټينګار کې ملګرى شي، چې وايي په اوکراين کې به هر ډول پوځي لاسوهنه خپله بيه ولري.
دا څرگندونې د اوکراين د نوي مشرتابه لخوا پر دغه هېواد د روسيې د پوځي يرغل تر ادعا وروسته شوې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


